په پاكستان كي مېشت افغان كډوال شكايت وايي د پنجاب پوليسو په تېرو ورځو كي په دوى پسي راخيستې په يوه او بل نامه يې نيسي او بنديانوي يې.
د پنجاب په لاهور، راولپنډۍ او اسلام آباد كي ګڼ شمېر افغانان اوسېږي چي د پاكستاني پوليسو له خوا د طالبانو سره د تړاو په بهانه نيول كېږي.
بلي خواته د عوامي نيشنل وياند زاهدخان وايي د پنجاب حكومت هر پښتون د بيت الله مسود له طالبانو سره د تړاو او ځانمرګو بريدونو په تور نيسي.
د پنجاب پوليسو وروسته له هغه په راولپنډۍ، اسلام آباد او لاهور كي تر ۸۰۰ زيات افغانان ونيول چي بيت الله مسود په لاهور كي د پاكستاني پوځ پر اكاډمي او دولتي مركزونو باندي د بريدونو په موخه ځانمرګي بريد كوونكي لېږلي دي.
په پاكستان كي له ۱۹۸۰ كال راهيسي په مليونونو افغانان اوسي چي په تېرو اوو كلونو كي يې د دوو ميليونو په شاوخوا كي افغانان بيرته خپل هيواد ته راستانه سول.