کور / تازه خبرونه / نړيوال بانك له پوهني وزارت سره مرسته وكړه

نړيوال بانك له پوهني وزارت سره مرسته وكړه


د افغانستان د پوهني وزارت مقامات وايي د نړيوال بانك له خوا له دغه وزارت سره ۴۴ ميليونه امريكايي ډالره اعلان سوه، چي د پوهني په بېلابېلو چارو كي به ولګول سي.
دغه تړون د افغانستان د ماليې او پوهني وزارتونو او د نړيوال بانك د مسئوليت ترمنځ لاسليك سوى چي د نړۍ دېرشو هيوادونو له خوا به وركول كېږي.
د پوهني وزارت چارواكي وايي دغه پيسې به په راتلونكي وخت كي د نوو ښوونځيو په جوړولو، د درسي موادو په برابرولو او استادانو ته د كافي معاشونو په وركولو كي ولګوي.
د افغانستان د پوهني وزارت مقاماتو دمخه لا اعلان كړى چي په روان كال كي به په جنګ ځپلو ولايتونو كي ټول تړل سوي ښوونځي د ځايي قومي مشرانو په همكارۍ پرانيزي، چي تر اوسه يې د ۵۰ په شاوخوا كي ښوونځي پرانيستي دي.
د افغانستان د پوهني وزارت وايي تر اوسه لا هم دوه اعشاريه پنځه ميليونه ماشومان له زدكړو بې برخي دي، چي ۳۵ فيصده يې نجوني دي.