کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

.
ترتیب:    حمید مهمند.
نیټه:     د ۲۰۰۹ میلادي کال د اپریل د میاشتې ۱۵ نیټه.
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې له کابل نه د چین د شین هوا خبري اژانس د یو څیړنیز رپورټ پر بنسټ لیکلي دي چې طالبان په افغانستان او پاکستان کې ورته تکتیکونه کاروي.
ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې ناکامي به نه یوازې کابل ته بلکه ټولې نړۍ ته ناسمې پایلې له ځانه سره ولري.
په ورځپاڼې به یو جلا مطلب کې د سوات تړون ته په اشارې په افغانستان کې د هغې اغیزې څیړلي دي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې یو ځلې بیا د عامه خلکو په مرګ ژوبلې تبصره کړې او ددې ستونزې د حل لپاره د جدي لارو د لټولو سپارښتنه کړې.
د هیواد دولتي ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې د پاکستان د سوات په سیمه کې وروستي پرمختګونه څیړلي او د پاکستان په حکومت يې غږ کړې دې چې پرینږدي چې سوات د القاعده او نورو بنسټپالو په خوندي پټن ځاې او د افغانستان پر ضد د حملو د پلانولو په مرکز بدل شي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې د عامه خلکو مرګ ژوبلې ته په اشارې لیکلي دي چې د نوې ستراتیژۍ سره سره لا هم د عامه خلکو وژنه روانه ده.
د ارادې خپلواکې ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې دوام ته په اشارې لیکلي دي چې دا جګړه د ترورزم پر ضد روانه ده او که د بشریت پر ضد.
ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې د بهرنیو ځواکونو د پوځي عملیاتو د یو قرباني انځور هم خپور کړې دې.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د امریکا د لوې درستیز دا خبردارې هم راغستې چې په افغانستان کې یو ستونزمن کال په وړاندې پروت دې.
د ورځپاڼې سرمقاله په افغانستان کې راتلونکو انتخاباتو او د هغو په وړاندې شتو امنیتي ستونزو ته ځانګړې شوې ده.
د افغانستان ټایمز انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله کې د پاکستان د ولس مشر لخوا د سوات د تړون په لاسلیکولو تبصره کړې او هغه يې د وسلوالو یوه ستره بریا بللې ده.
ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام لیکلي دي چې د طالبانو ځواکمنیدل نه یوازې د پاکستان لپاره بلکه د ټولې سیمې لپاره یو ګواښ دې.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د پاکستان روانو ستونزو او د طالبانو فعالیتونو ته په اشارې دا اندیښنه هم څرګنده کړې چې ممکن طالبان د پاکستان اټومي وسلو ته لاس رسې ومومي.
د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې هم د سوات تړون ته په اشارې د افغان ولس مشر د ویاند په حواله لیکلي دي چې د پاکستان په ځینو سیمو کې د طالبانو واکمنیدل خطرناکې پایلې به له ځانه سره ولري.
ورځپاڼې یو ځلې بیا هم په یو مطلب کې ملت ته د حکومت د حساب ورکولو په بهیر انتقاد کړې او هغه يې د ملت سترګو ته د حکومت خاورې شیندل بللې دې.
ورځپاڼې په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه هم یو مطلب خپور کړې دې.
د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې وروستي پرمختګونه څیړلي او بیلابیلې تبصرې يې پرې خپرې کړې دي.
انیس هم پخپله سرمقاله کې د پاکستان د ولس مشر لخوا د سوات د تړون په لاسلیکولو تبصره کړې او لیکلي دي چې دا هغه قرارداد دې چې بحران ځیږوي.
خو اصلاح بیا پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې په نشه يې توکو د روږدو کسانو په شمیر کې په زیاتوالي اندیښنه څرګنده کړې ده.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې هم په یو مطلب کې د سوات په تړون انتقاد کړې او لیکلي دي چې د پاکستان په ځینو سیمو کې د طالبانو په ډول شرعي قانون نافذ شوې دې.
ورځپاڼې په عینې حال کې یو انځور هم خپور کړې چې پکې یو شمیر طالبان یو سړې په عام محضر کې په درو وهي.
دې ورځپاڼې هم خپله سرمقاله په افغانستان کې د راتلونکو انتخاباتو لپاره په روانو سیالیو تبصره کړې او پد ترڅ کې د دوو تابعت لرونکو کسانو کاندیدو ته په اشارې لیکلي دي چې اوس بهرنیان هم ځان کاندیدوي.