درنو دوستانو،
څنګه چې د لمړي ځل لپاره ستاسو د پۀ زړۀ پورې پاڼې سره اشنا کېږم ،اومشخص ډول د محترمو کارکونکو د نامۀ سره بلد نۀ يم نو ځکه مې څوک په مشخص ډول ندې مخاطب کړی،هيله مند يم معذرت مې و منۍ٠
د ,برګ سبز تحفۀ دروېش, په عنوان يو غزل در لږم په خپرېدو به یې خوښ شم٠ ستاسو له زياتو بريالتوبونو په هيله
ګران ورور قاسم خانه !
مين سلامونه در راورسيدل ، په مينه وعليکم سلام درته وايم ، د لراوبر د همکارانو لخوا هم سلامونه ومنئ . لراوبر ته مو هرکلی کوم .
غزل
ګل د لاله د غرۀ لمن کښې خوند کړي
او د ګلاب بيا په چمن کښې خوند کړي
کونج د خلوت کښې رڼا هم شي تيارۀ
بله ډېوه په انجمن کښې خوند کړي
ښائي سپين ګل په تور اوربل،لکه چې
ښکلي کالي، په ښکلي تن کښې خوند کړي
زلفې خوري کړي په سپين مخ،او وائي
لږ څۀ پرده ، هم په ديدن کښې خوند کړي
د بيا ديدن هيله ،په وخت د رخصت
ارزو د ژوند، په ځنکدن کښې خوند کړي
لکه د خاورې په پياله کښې شراب
خيال د لېلا ،زړۀ د مين کښې خوند کړي
پېښور پښتونخوا ١٢/٤/٢٠٠٩