له څو ورځو راپه دي خوا مي هرڅو نه هلي څلي كړيدي خو بريالي نه شوم چې بېنوا ويبپاڼه ووينم ياپرانيزم ، يوازي پرمخ يې هغه ستونزي چې تيركال ددوي په وړاندي پرتي وي او له ډاټ کام په ډاټ اورګ باندي اوښتي وه ليكني چې ډيره اوږده او ښاغلي محمديار صاحب ليكلي وه ترسترګو كيږي ،
ددوي له ليكنو داسي ښكاري چې يو ي خواته پاڼ او بلي خواته يې پړانګ دی ، دوی يي په منځ كي راښكيل دي .
په دي ورستيو وختونوكي په كندهار كي دوا كمنا نو له خوا ددوي دخاينانه عملونودرسواكولواوددوي دمافيايي ځيرو درسواكولو له امله له ليكوالانواو خبرلوځو سره سخت ناوړه چلندونه شوي دي چې دژوناليستانو تروژولواو شهيدكيدو پوري رسيدلي ده .
پو ښتنه داده چې ولي دكند هار دوالي ترږيره لاندي د ولايتي شورا ترمخ او په منځ كي چاودني وشوي ؟
ايا دلته امنيت دونه كمزوری دی چې په ولايت كي دوالي له مري سره ترهګر ناست دي هركله چې هرڅه وغواړي هغه كولای شي ؟
دڅيړونكو دنظرونوپه اساس دايوه داسي كړۍ ده چې هرڅوك ورته لاس واچوي دوی په دې ډول له ځانه غبرګون ښي .
– دلته تركاسه لاندي نيم كاسه پرته ده چې اوس ټول ورباندي پوهيږي هرڅوك چې وغواړي دمافيا توره څېره دكرزيزم درسوايۍ لپاره قلم ته لاس كړي پای يې مرګ اوياهم دوالي ترږيره لاندي چاودني دي .
زه په دي بآوريم چې زموږ دبينوا پاڼه Benawa.org به هم له دي ستونزوسره مخامخ شوي وي ، ځكه د رپو ټو نو په اساس دوي هم دريشتيا د ويلو په لاره كي له ستونزواو خنډونو سره مخامخ وو .
هرڅه چې وو او هرڅه چې دي زموږپاڼه يې راوتړله زموږ ژوناليستان له تهديد او مرګ سره مخامخ شوي دي ،
ددي لپاره چې وكولای شو دليكولانواو خبريالانو ترمنځ يوه پياوړې دباوراو ديوالي دفضادرا منځته كړو .يوه پياوړي اتحاديه چې ملي سراسري وي اوټول شاعران ليكوالان پكي راټول شي او منظم چوكاټ ولري له دې ستونز خلاصون مومو او نو رهم ډيركارونه كولاي شو.
په ټولنه كي يوازي ريښتني ليكولان پاته دي چې دخلګو ورته هرډول اميد شته اوورته داميد په سترګه ګوري ،
ليكولان بايد داسي يو تګ لاره غوره كړي چي له ملي افغاني يوالي اوبي لوري سياست غوره كړي ، خلګوته دملي افغاني مفكوري په وركو ولو كي هاند او هځي وكړي ،اوهمدايي ستر هدف وټا كل شي .
زه ټولو پاڼو او ليكولانوته وړانديز كوم چې يو ه ازاده او پياوړي داسي ټولنه جوړه كړي چې ليكولان او شاعران په منظم ډول ، په يوه داسي اتحاديه كي سره راټول شي چې وكولاي شي يو ه منظمه تګ لاره خپله او غړيتو ب يي رسمي بڼه ولري.
زموږ هيواد اوس له هرډول فر هنګي ير غلونوسره مخامخ دي ، ددي يرغلونومخه يوازي په منظم سياسي او فرهنګي كارسره نيولاي شو.
– كه مو ږ همداسي تيت پرك وه اوسو نو نه شو كولاي دي ستونزوته دحل لاره پيداكړو .
– زموږ مشران ليكوالان بايد سره راټول شي او دملي سراسر ټولني دجوړيدو لپاره كارو كوي.
فكر كوم له دي لاري كولاي شو چې دډيرو ستونز دهواري لپاره لاره ولټوو .
دليكولانو اوشاعرانو ترمنځ سياسي يوالی ستراهميت لري دې كارته پوره پاملرنه په كارده .
– موږ بايد كوششونه وكړو چې قلم دټولني او خلګو دخدمت لپاره وكاروو او همداډول اولس ته خپله هوښياري دكاري يوالي ، زغم او تحمل له لاري وړاندي كړو .اوښيو .
اولس چې دليكولانوخبرواودشاعرانو خبرواونا روته ګوري او اوري نو داسي ګما ن كو ي چې دابۀ زموږ غم خوروي داسي ښه شعرونه وايي اوياداسي ليكني كوي ،ديوه سياسي منظم كاراو ټولني دنه شتونه له امله بله ورځ چي هغه ګوري دمارګير له كټوري سر راپورته اودمارګير مرلي ته سر ښوروي .
ددې مسوليت دمشرانو په غاړه دي چې په يو سياسي ملي مفكوره يي ددوي دراټوولو هڅي نه دي كړي او كه كړي يې وي هم ډيري کمزوري دي چې تردوی پوري به محدودي وي .
= ليكولان مكلف شي چې دټولني ټول اصول په نظركي ونيسي .
= اوسني تيتي خوري ادبي ټولني نه شي كولای په بيل ډول ښه كار وکړي او اوسنۍ ستونزوته ځواب ووايي ، كه دوی منظمي شي نو ښه كار كولاي شي.
= ددې ملي سراسر ادبي او فرهنګي ټولني لپاره مشرتابه وټاكل شي او ټولي پريكړي په ګډه تره سره كړي اوهم منظم تشكيلات په ټولو ولايتونو كي ولري .
ددې ادبي ټولني په خلاف هيڅوك هم نه نشي دريدلای او نه شته ، ټول اولس به يې هركلی كوي ،
– موږ دويښو ځلميانو تجربه راياده ولاي شو چې ټول ليكولان پكي راټول شوي او دملت له تود هركلي سره مخامخ شول ، هو له تجربو به كار اخلو همداسي به نه درپه دره كيږو بلكي منظم كار به په هر ه بره خه كي كوو
اوكه تاسو چيرته وواياست چې داكا رشوی دی نو ښه كار دی موږ هم ترينه خبر كړئ چې ورسره ملګر ي شو
په پاي كي دبينوا دپاڼي سره او دليكولانواو چلونكو سره يي هرډول خواخوږي او ملاتړ اعلانو م ، له ټولو پاڼو هيله كوم چې له بينوا www.Benawa.org سره خپل پوره ملاتړ اعلان كړي او ورسره مرسته وكړي .
دټولو ليكوالانواوشاعرانو ديو ي ملي سراسر ي پياوړي ټولني دجوړيدو په هيله .