کور / تازه خبرونه / يو ښوونځي گټي اخستني ته وسپارل شو

يو ښوونځي گټي اخستني ته وسپارل شو


 


دغزني ولايت دبهلول صاحب ولسوالي کي پدي وروستيوکي يوښووڼځي چي شپږ ټولگي لري گټي اخستني ته وسپارل شو. 


ددغه ولايت دملي پيوستون پروگرام دمسوولينودوينا له مخي نوموړي ښوونځي شپږ ټولگي ، يوه اداره ، او يوه تحويلخانه لري په پنځه سوه متره مربع ځمکه کي په پاخه او اساسي ډول جوړ شوي دي . 


خبر زياتوي ، دغه ښوونځي د(٣٥٢٥٠٠٠) افغانيو په لگښت بشپړ شوي چي له هغه نه څه دپاسه (٣٠٠) کورني برخمني شويدي . 


ديادوني وړ ده چي غزني ولايت کي دملي پيوستون پروگرام د سلهاوو نورو پروژو کار جريان لري چي پدي نږدي وختو کي به گټي اخستني ته وسپارل شي .