کور / تازه خبرونه / د امريكا ځانګړى استازى چين ته ځي

د امريكا ځانګړى استازى چين ته ځي


د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جينګ يو وايي د افغانستان او پاكستان دپاره د امريكا ځانګړى استازى ريچارډ هولبروك غواړي له دغه هيواد څخه ليدنه وكړي.
نوموړي په يوه خبري كنفرانس كي اعلان وكړ، چي ښاغلى هولبروك به د اپرېل پر ۱۵ او ۱۶ د چين له هيواد څخه ليدنه وكړي، او پر يو لړ مسايلو به له چينايي چارواكو سره وږغېږي.
ريچارډ هولبروك چي يو وخت په ملګرو ملتونو كي د امريكا سفير وو، د باراك اوباما له راتګ سره سم د جنوري په مياشت كي د افغانستان او پاكستان دپاره د امريكا ځانګړى استازى مقرر سو.
نوموړى د امريكا له برياليو ډيپلوماتانو څخه ګڼل كېږي، چي له نوي دندي سره سم يې افغانستان او د سيمي هيوادونو ته پرله پسې سفرونه پيل كړل.