کور / شعر / غزل

غزل

د خوار زړګي رحمان مزار مي رانـــه مـــه ورانـــــوه
په مينه جوړ ښکلی يادګار مي رانـــه مه ورانــــــوه

دتصوف ډېــــوه چي بلــــــه په پښتو کي چا کــــــــړه
ها د عظمت لـوړ افتخار مي رانــــــــه مه ورانـــــــوه

له فريادي چيغو نــــــــه وکړه يؤ څـــــــــه ترس رقيبه
د دروېشانو د کــــــــــور لار مي رانــــــــــه مه ورانوه

د وينو رنګ دي دباران پــه تالابو کي توی کـــــــــړ
خوني زمانـــــه روڼ شهکار مي رانـــــــــه مه ورانوه

ما و قلـــــــــــم باداره ستا در تــــــــــــه لمن نيـــــــولې
د وران کورګي يؤ روغ چينار مي رانه مه ورانــــوه

چي نه د خپل او نه د بل تر منځ توپير کـــوي څوک
د ويښ تړون مشفق سالار مي رانــه مه ورانـــــــــوه

عادله ؛ ستا د زړۀ پرهار په ويـــــــــــنو داسي وايي
د سباوون د ژوند رويبار مي رانــــــــه مه ورانــــــوه

٤ اپرېل ٢٠٠٩م کال
(چمن)
adalachakzai@yahoo.com