غزل
دموسمونـودحـالات سـره بـــدل جـــانــــان دي
زمـــاافغـــان پښتــــون شـــــډل جــــانـــــان دي
ټولي دونيــاتــــه بــــــه بـــــدرنــــګه ښـــــكاري
ماتــه ښــايســـته دګـــــلاب ګل جــــانـــــان دي
دامـــــي يـــو ژونــــد دامــــي يــــــوه ميـنــــه ده
دامي وروستــــي دامـــــي اول جـــــانـــــان دي
كـــه ددونيــــا مــــخ پـــــه ګلــــونــــــوډك شــــي
زمـــــالالـــه غــــاټــــول سنــــبل جــــانــــانــــدي
رحيمي داټوله دونيابه تري لوګـي كــړمــه زه
چي مـي وجـود دي زمـــاخپـل جـــــانـــــان دي
۱۳۸۸-۱-۳
غزل
زماڅنګل زماخوبونه غواړي
نادان دشونډونه سرونه غواړي
اوس ليونتوب هم ورته مخه وكړه
چي دپيرانوتعويضونه غواړي
ګلي بخمل جاله په غاړه ګرځي
هم لنډي زني ته خالونه غواړي
غريب سړي واده كولاي نشي
ناوي اميل دسرواوسپينو غواړي
خپل اوپردي ورته پيغوروركوي
چي دډالروولورونه غواړي
رحيمي داسي درهمسال ته تللۍ
ولوربيمه به دهندونه غواړي
۱۳۸۷-۸-۱۶
غزل
خوب مي ورك شوى نـاقراريمـه زه
پاس په زړګي بـاندي پرهـاريمـه زه
ځواني مــي اوښكـورانـه وخــوړلــه
لكه منصـــور پــــه ســردداريمـــه زه
چي په كلونومــي پوښتــنه نــكــړي
خلكودداسـي ښكلــي يـــاريمـــه زه
چي انتظاربــــه مــــي دشپــوكــولــو
اوس دكلــــونــــوانـتــــظاريــمـــــه زه
چي ديـــدنـــونـــه پــــه ژړابــــدلــــوي
ورته رقيــــب يمــــه اغـــياريــمـــه زه
هاسندربولي نجـونـي چــيرتـه لاړي
اوس مينه نشــته اووزګـــاريمــــه زه
رحيمي پس لـه مـودوبيــارادرومـي
نن چي يي بيـاسترګي پـه لاريمـه زه
۱۳۸۷-۱۰-۱۲
غزل
په توروسترګـــوچـــي كجـــل ووهـــي
غشـــي پـــه زړه مـــي داجـــل ووهــــي
راته په نــــرمـه كـي زړګــۍ خــــوږوي
چي مـي لاسـونه پـه كــوګـــل ووهــــي
مانه دټول عمرخوندونــه هــــيرشــــي
چي نري ګوتـــي پـــه اوربــــل ووهـــي
ياره سنــــدري دي پـــــه ورو ووايـــــه
زمامصـرې بـــه ستـــــاغــــزل ووهــــي
ترډيره وختـــه هغـــه ځــــاي ښكلــــوم
چرته چـــي يــارزمـــامنګــول ووهـــي
رحيمي هلتــه زلميـــتوب تــه ســــلام
كه جانان خوب ستاپه څنګل ووهـي
۱۳۸۷-۱۲-۲
غزل
مسكـى وه خــــنديـــــدلـــــه گــــل غـــــوټـــــى
بهـــــاروغــــــوړيـــــدلـــــه گـــــــل غـــــــوټـــــى
يـــوه شيـــــبه خنــــــدايـــــې بهــــــانـــــه كـــــړه
بيـــانـــــه قــــراريــــــدلــــــه گــــــل غــــــوټـــــى
چې څوورځې ژوندون به يې خـوشحال وي
پـــه دې نــــه پــــوهيــــدلــــه گـــــل غــــوټـــــى
دلـــمروړانـــگــــې پــــرې راغـــلې نـــــابـــــبره
ورو ورو راسپـــــړيــــــدلــــــه گـــــل غـوټـــــى
بــورادگـــــلبـــڼ مـخـــــې تــــــه نـــڅــــــاكـــــړه
په ســروشنـــډومسيــــدلــــه گــــل غــــوټــــى
لـــه د ې نيمــــگــــړې ژونـــــــده خـــــبرنــــه وه
چې په حسن نازيــــدلـــــه گـــــل غــــوټــــــــى
خپـل له عمــــره نــــــاخـــــــبره وه نــــــادانـــــــه
گلستــان كــــې اوســــيدلــــه گـــل غـــوټــــى
لــــه ســــره يــــــې وزرې خـــــــلاصـــــولــــــــې
لـه شــــانــــه رژيــــــدلــــــه گــــــل غــــــوټــــــى
چې لـه مـــرگـــه خــــبرنــــه شــــي گلبـــــدنـــــه
رحيـــمي لامستــــولــــه گــــــل غـــــوټــــــــــى
۱۳۸۷-۸-۲۰