د پوليو يا کوزن پر ضد واکسين به نن يک شنبه د هلمند په ټولو ولسواليو کي پيل سي د روغتيا د مسولينو په خبره دا ځل يې پر داسي پلانونو کار کړى دى چي په هغه سره به و کولاى سي چي د هلمند په ټولو برخو کي واکسين پلى کړى .د عامي روغتيا ريس په هغه غوڼډه کي چي نن په همدې موخه جوړه سوې وه وويل په تيرو دورو کي د هلمند په يو شمير ولسواليو کي واکسين پلى نه سوو چي لامل يې نا امني وه هغه زيرى ورکړ چي دا ځل به د هلمند په ټولو ولسواليو کي دا کمپاين پلى سي .
د عامي روغتيا د مسولينو په خبره مارجه ، نوزاد ، واشير او بغنى هغه سيمي دي چي په تيرو دورو کي يو څاڅکى واکسين هم نه وو ور رسيدلى
د عامي روغتيا و کتلوري معافيت د واکسين څآنګه خبر ورکوي چي دا ځل به د واکسين په دې درې ورځني کمپاين کي د پنځو نه تر شپږو لکو ماشومان چي عمرونه يې تر پنځه کاله کم وي واکسين کړي د هغوى په خبره چي د دې کار لپاره يې ٢٢٥٠ تنه رضا کاران په کار ګمارلي دي
بايد وويل سي چي دهلمند په لري پرتو سيمو کي ځايي اوسيدونکي د واکسين څخه کرکه کوي نه غواړي چي ماشومان يې واکسين سي ، ښايي يو هم دا لامل وي چي ياده ناروغي له دې سيمي نه ورکيږي
لر او بر هلمند