ليکونکئ : پروفيسور داکتر ج . د . بوی ( Prof. Dr.G. De Boe )
ژباړونکئ : پوهنوال رسول باوري
تر دې ورستيو چي کومي ليکني شويدي ، په جدي توګه د هو مو سپين کړني د هنر په اړه ناتوانه ګڼي ، خو هغه هنر چي د اوسنۍ اروپا مدرن انسان يې دعوا کوي بيله شکه له هم هاغه مهاله را پېل شويدې . هغه ستر او رنګين انځورونه او نيم مخي ( نيم رخ )اثار چي د مګدالين مهال وړاندي ( ١٨٠٠٠ څخه تر ١٣٠٠٠ ) کلونو منځ ته راغلي دي زياتي يې له سترګو پنا شوي او لادرکه شوي دې ، او يو لږ شمير يې په دې ورستيو کي د فرانسي هيواد په يوشمير لرغونو سيموکي را څرګند شول . ( تر مځکي لاندي د چاووت Chauvet او کاس کو وير Casquer لاس کاوکس Lascaux دور دوګني Dordogne او په شمالي اسپانيا کي د التمېره سيمو څخه په لاس راغلي انځورونه ، لږ ترلږ ه ديرش زره کاله پخوا جوړشوېدي .
د دې انځورونو مانا يا ناڅرګنده او يا بېخي له منځه تللې ده . ښايې مقدس حرم به وو ، چي هلته به يوتن قرباني وړاندي کول او په اخلاص به راغلئ و د ادابو او مناسيکو د اجرا کولو پر مهال به يې سر ټيټ کړي وي ) ښايې جادو ، سېمانيزم( Sjamanism ) يا توتميزم ( ځان ډوليز ) عبادت به وو ، انتقام غوښتنه به وه ، هغه هيله به وه چي زيات او ژر ښکار ورپه برخه شي . او ياښايې د عادي هنر لپاره به انځور شوي وي ، او يا به يوه ګډه او يوشان مانا د دې ټولو يادو شويو افادو څخه ولري . خو دا رښتېنې خبره ده چي دا انځورونه هم پټ او يا تر مځکي لاندي او هم لڅ او د مځکي پر مخ ليدل کيږي .د دې اثارود جوړونکو موخه لا تر اوسه هم نا څرګنده ده ، د دې لپاره بايد د هنر بيلا بيلو ډولونه وڅيړو او وپلټو تر څو پوه شو چي د هغو پخوانيو انځورګرانو موخه څه وه او په کومه روحيه دډبري نوي د پير وګړوهغو ته وده ورکړل .
د تخنيکي پلوه بيلا بيل متودونه کارول شويدي . ښکلي حکاکۍ ، رسامۍ او په هغو کي طبيعي رنګونه ( سور ، زيړ او کېمياوي تورنګونه ) او په پوره مهارت نيم مخي ( نيم رخ ) مجسمې چي په رښتني ډول د انځوريز مسلک سره تړاو لري ، په نوموړو سيمو کي تر لاسه شويدي . دا اثار د ډبري نوي پير يا ( Jong Paleolithicum ) لاس ته راوړنوپه توګه منل شويدي . هغه چي جادويې انځورونه يې جوړ کړيدي ، ښايې يو سړي به ( يوکس يا يوه تن به ) د ازمايښت لپاره رنګونه ګډ کړي وي او د رنګونو تنظيم به يې داسي کړئ وي ، چي يوه مخامختيا يا منظره به يې په کښي را نعښتې وي او يا به يې د يوه ځانګړي روش په کارولو نوموړې منظره داسي په خوځښت راوستې وي لکه چي په طبيعت کي يې ليدلې ده . د بيلګي په توګه ستلاک تينن يا ( شوړېدونکې ډبره ) ته د انځور په ټاکلي ځاې کي وده يا رول ورکول چي د رنګ په توګه يې کارولې ،يا ښايې انسان څښلې او يا يې د هډوکو او مغزو لپاره د توان ورکولو په نيت خوړلې او يا يې د روښنايې لپاره د تيلو پر ځای کارولې وي .
دا انځورونه هم د وينا کولو او راپور وړاندي کولويوه لاره ده . هغه ( انځورونه )چي د لاسکاوس په نوم پيژندل شوېدي دا ټکئ په ګوته کوي چي دا ستر ژوي او حېوانات همدلته د تيريدو راتيريدو په حال کي وه . د دې حيواناتو د راپرځولو لپاره يې د هغه ورستې حيوان برخه ستره ترسيم کړې او سر يې وړوکۍ رسم کړئ دئ . دا هغه حالت څرګندوي چي پر ورستې حيوان باندي د حملې حالت څرګندوي ، ( که يوه حيوان ته له ورستۍ خوا وکتل شي ، يقيننا چي د بدن ورستۍ خوا به يې ستره او سر به يې وړوکۍ ښکاره شي ) دا انځورونه په رښتيني او ريالستيک ډول جوړ شوي اوښودل شويدي چي د هغه انځورګرانو د لوړ تخيول ښکارندويې کوي .رنګونه په زياته پيمانه هارمني شوي کارول شويدي ، ( په انځورونو کي سرې او توري څېرې ) دا انځورونه په رښتني ډول د باروک ( Barokke ) د ځانګړي کلتور سټايل يا روش دئ ، چي د التمرا په وړاندي را څرګنديږي . په تور رنګ کښل شوي ليکي ، په يوه انځور کي زيات رنګونه ښودل ، انځورونه په چټک او متحرک انداز تنظمول ، دا بيلګي د چاويت ( Chavet ) په هغو انځورونو کي چي د هغه ځای دلاندنۍ برخي څخه په لاس راغلي ، د خپل مهال ريالستيک او واقعي انځورونه دي . په انځورونو کي هغه حېوانات او ياد حېواناتو د بدن ځيني برخي انځور شويدي چي ، هغه مهال يې ژوند کوئ او په خپل چاپير يال کي پيژندل شوي وه . د حېواناتو ښکرونه ، پوزه د زمري خوله ، د شرمښ ملا او يوشمير نور داسي انځور شويدي چي له ورايه خوځښت او حرکت پکښي بريښي . د دې تر څنګ د حېواناتو په تر تيب دريدل هم د انځورونو يو ځانګړې هارموني منځ ته راوستې ده .
اوس پر دې ټکي غور په کار دئ چي دا ډول ستر انځورنه چي په هر سيمه کي وموندل شي ، تعبير او تفسير به يې يوشان وي او که د بيلا بيلو سيمو د ورته انځورونو څخه بيلا بيل تعبيرونو او اخستنو ته اړتيا ده ؟پيشي ډوله حېوان ، مامونت ،اس ، ګوزن ،غرڅنئ ،او يوشمېر نور چي د هغه مهال انسان ( انځور ګر ) ورته پام کړيدي ، په دې ټولګه کي شته .سمندري سپۍ ، مار ، يوشمېر الوتونکي ،ماهيان ، سمندري تې لرونکي ژوي ( Pinguin ) واړه ژوې ( حشرې ) او نور ، خو يوشمېر بيا داسي حېوانات هم انځور شويدي چي اوس مهال يې پيژندل شوني نه دي ، ښايې د هغو حيواناتو نسلونه به ورک شوي وي . په هر تر تيب ، دا ټوله دا څرګندوي چي د هغه مهال انځور ګرانو خپل طبيعي چاپير يال په خپلو هنري پنځونو د پوهېدلو جوګه کړيدئ .
ياده ونه : دا ليکنه د بلژيک هيواد لرغونپوه پروفيسور داکتر ج . دي . بوی . ( Prof.Dr . G. De Boe ) د هغه کتاب دوهم بحث دۍ چي (( د تاريخي پير وړاندي ژوندون )) يا ( Leven in de prehistorie ) په نوم د پاتري مونيم د لرغونپوهني انستيوت له خوا په 2001 ميلادي کال خپور شوېدئ .