په پېښور كي افغانستان ته تلونكي د ناټو ځواكونو يوولس اكمالاتي موټران سوځل سوي دي.
د پېښور پوليس وايي په دوو لاريو كي ناستو وسله والو په پېښور كي د ناټو د اكمالاتي موټرانو پر ټرمينل حمله وكړه، چي ۱۱ موټران يې وسوځل.
د جاويد په نوم د پوليسو يو افسر وايي وسله د ۶۰ په شاوخوا كي كسان ول، چي تېره شپه يې د ناټو پر ټرمينل حمله كړې او بيرته له سيمي وتلي دي.
په پېښور او خيبر دره كي د ناټو ځواكونو پر اكمالاتي موټرانو بريدونه په دې وروستيو مياشتو كي ډېر سوي دي، چي ناټو او ايتلافي ځواكونه يې د روسيې، تاجكستان او ازبكستان له لاري د خپلو اكمالاتو راوړلو ته اړ كړل.