افغان او ايتلافي ځواكونو د زابل په ولايت كي د ۲۲ طالبانو د وژلو خبر وركړ.
د زابل امنيه قومندان عبدالرحمن سرجنګ وايي دغه كسان د افغان پوليسو او ايتلافي ځواكونو له خوا د ډيورنډ كرښي ته نيژدې په شينكۍ ولسوالي كي وژل سوي دي.
طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو تر دې لږ دمخه د ملي دفاع وزارت په حواله په همدغه ولسوالي كي د څلورو طالبانو د وژلو خبر وركړل سوى دئ.
د امنيه قومندان په وينا په ۲۲ مړو كي چي طالبانو تر شا پرې ايښي دي، څلور تنه پاكستانيان دي.