د افغانستان ملي پوځ د ايتلافي ځواكونو سره په ګډو عملياتو كي د څلورو طالبانو د وژلو خبر وركړ.
د ملي دفاع وزارت په وينا د زابل په شينكۍ ولسوالي كي يې دغه طالبان په يوه نښته كي وژلي دي.
د دفاع وزارت وايي په دې جګړه كي د ايتلافي ځواكونو هوايي مرسته ورسره ملګرې وه چي د طالبانو څلور كسان يې وژلي او د دوى ځواكونو ته زيان نه دئ اوښتئ.
همدا راز دفاع وزارت د خوست ولايت د صبريو په ولسوالي كي په چاودونكو موادو بار د يوه موټر د نيولو خبر هم وركوي.