د بلخ ولايت په چاربولك ولسوالي كې په كورنيو پوليسو او پي ار ټي د وسلوال بريد په ترڅ كې يو كورنى پوليس مړ او دوه نور ټپيان شوي دي.
د امنيه قومنداني مسوولين وايي چې دغه پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې دوى له پي ار ټي سره د يادې شوې ولسوالي په ملا شاهين كلي كې په ګزمه بوخت وو.
نوموړي بريد كوونكي د وطن او سولې دښمنان وښودل او زياته يې كړه چې د پېښې په اړه ژورې څېړنې روانې دي او ډېر زر به يې ونيسي.
خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د پېښې پړه پر ځان اخيستې او رسنيو ته يې ويلي چې په دغه بريد كې درې ټانكونه ويجاړ شوي او ۱۱ پوليسو ژوند له لاسه وركړى.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه