د نشنل عوامي ګوند د پاكستان پر جمهور رئيس آصف علي زرداري فشار راوړى چي د سوات د طالبانو سره د امن تړون پر تړون لاسليك وكړي، خو آصف زرداري وايي تر هغو چي طالبان خپلي وسلې كښېنږدي او په سيمه كي امن قايم نسي، دى به پر دې تړون لاسليك ونكړي.
نيشنل عوامي ګوند چي د پښتونخوا په ايالت كي يې حكومت په لاس كي دئ، دوې مياشتي دمخه د سوات له طالبانو سره د مركزي حكومت په ملاتړ داسي تړون لاسليك كړ، چي طالبان به د حكومت پر ضد له جګړې لاس اخلي او حكومت به په سيمه كي د شرعي محكمو د جوړېدو اجازه وركوي.
د سوات اوسېدونكو كه څه هم د امن د تړون هركلى وكړ، خو په پاكستان، افغانستان او نړيواله كچه يې ځيني نيوكي هم راوپارولې.
امريكا، ناټو او افغان حكومت وايي دا تړون به طالبان په سيمه كي نور هم پياوړي كړي، او هر وخت چي په پښتونخوا كي د سولي تړون لاسليك سوى، ورسره سم طالبانو په افغانستان كي د حكومت ضد عمليات ډېر كړي دي.
د سوات د امن تړون تېره اونۍ وروسته له هغه د ماتېدو له خطر سره مخ سو، چي مولانا صوفي محمد په سوات كي د امن دفتر وتاړه او وايي ترڅو چي د پاكستان ولسمشر دغه تړون امضاء نكړي دوى، به خپل دفتر نه پرانيزي.
مولانا صوفي محمد وايي كه ولسمشر تړون لاسليك نكړي، په سيمه كي د ګډوډۍ او جګړو د پېښېدو مسئوليت به د حكومت پر غاړه وي.
د صوفي محمد تر ګواښ وروسته د نيشنل عوامي ګوند چارواكو پر آصف زرداري زور اچولى چي په سوات كي د دوامداره سولي د راوستو په خاطر ضرور دغه تړون ومني.