نیکلا سرکوزی د فرانسې جمهور رئیس نن ناببره کابل ته رسېدلی دی ترڅو د افغاني چارواکو او په افغانستان کې دمېشته فرانسوي سر تيرو سره وګوري .
د فرانسې خبري آژانس خبر ور کړ چې دهغه راهيسي چې ښاغلي سرکوزي په فرانسه کې د جمهوري رياست دنده پرغاړه اخيستې ده نو دا وافغانستان ته دنوموړي لومړی سفر دی .
د سرکوزي سره په دې سفر کې ددفاع وزير په ګډون يو لړ نورچارواکي هم ملګري دي . د فرانسې د بهرنيو چارو وزير چې د هند په دوره بوخت وو هغه هم نن کابل ته رسېدلی او د جمهور رئیس سره يوځای سوی دی .
ويل کيږي چې فرانسه همدا اوس په افغانستان کې ۱۳۰۰ سرتيري لري چې زیاتره يې د کابل په شاوخوا کې پراته دي خو ځيني يې د کندهار په يوه اډه کې هم مېشته دي .