د جاپان نيککای اقتصادي ورځپاڼي د راپور له مخي د جاپان دولت د پاکستان سره د اقتصادي بحران په لړ کښي يو مليارډ ډالره مرسته کوي .
د جاپان دولت به دا مرسته د رواني عيسوي مياشتي پر ۱۷ مه نېټه په توکيو کښي د نړيوال بانک په همکاري په جوړېدونکي کنفرانس کښي اعلان کړي .
پاکستاني دولت وايي چي د راتلونکو دوو کلونو په ترڅ کښي د ۴ مليارډو ډالرو څخه تر ۶ مليارډو ډالرو پوري مرستي ته ضرورت لري چي د کنفرانس غړي هيوادونه به يې تر ۴ مليارډو پوري موافقې ته ور سره ورسيږي .
جاپان غوښتل چي د پاکستان سره د امريکاد کاله د يو نيم مليارډو ډالرو تر مرستي کولو تر اعلان نه مخکي خپله مرسته ۱۰ ٪ نوره اضافه کړي .
پاکستان د راتلونکو لسو کلونو دپاره د ۳۰ مليارډو ډالرو په ارزښت د خپلو ځينو پروژو د تقويه کولو يو لست هم ترتيب کړئ چي پکښي د برېښنا، سړک جوړوني او د ډيوينډ سره څېرمه په شمالي برخو کښي د خپلو امينتي کمپنيو د پر پښو درولو يادونه هم سوې ده .
د روان عيسوي کال په نومبر مياشت کښي به پاکستان د نړيوال مالي صندوق څخه د اقتصادي بحران په ترڅ کښي 7.6 مليارډه پور هم ترلاسه کړي .
د يو بل راپور له مخي د جاپان دولت د جمعې په ورځ د نړيوال اقتصادي بحران سره د مبارزې په لړ کښي نړيوال بازار ته د ۱۱۵ مليارډه ډالرو پلان چي ۱۵۴۰۰ مليارډه جاپاني ينه کيږي چمتو کړئ دئ ، د جمعې ورځي د نړيوالو اسعارو په بازار کښي جاپانی ين 0.5 ٪ لوړ ختلئ وو .