د پښتونخوا ايالت د باجوړ ايجنسي په سيمه كي د ږيري پر خريلو بنديز لګولئ او وايي ږير خريلو ته سزا وركوي.
د باجوړ د طالبانو مشر مولانا فقيرمحمد په خپله يوه وروستۍ راډيويي وينا كي امر كړئ چي د ږير خريل په اسلام كي نا روا دي كه چا خرېلې وه د اسلامي شريعت سره سم به يې مجازات كړي.
د مولانا فقيرمحمد طالبانو تر دې دمخه په باجوړ كي د ويډيو فلمونو پر پلورنځيو او د موسيقي پر اورېدلو هم بنديز لګولى وو.
مولانا فقيرمحمد په باجوړ كي د بېنظيربوټو د خيريه موسسې پر كاركولو هم بنديز لګولئ او وايي هري ښځي كه د دې موسسې كارډ اخيستئ وو، دوى به سزا وركړي.