د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې په افغانستان کې د ناټو د عمومي قومندان په حواله لیکلي دي چې په دغه هیواد کې د سیاسي حل مشري باید افغان دولت پخپله غاړه واخلي.
ورځپاڼې د کویټې د پیښې په اړه په یو مطلب کې چې پکې یو شمیر افغانان په یو کانټینر کې مړه شوي وو لیکلي دي چې ددغو افغان زلمیانو د قاچا وړونکو څرک لګیدلې دې.
ورځپاڼې لیکلي دي چې په کانتینر کې سپاره افغانان د ګل اغا او لال ګل په نامه د دوو افغان قاچاق وړونکو لخوا کویټې ته لیږدول کیدل او هلته يې پر بلوڅو قاچاق وړونکو سپارل.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د اداري فساد په ستونزې تبصره کړې او لیکلي دي چې ددستونزې د حل لپاره اوس د ملګرو ملتونو په مرسته نوې هڅې پیلیږي.
د هیواد دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په خوست کې د بهرنیو ځواکونو په وروستیو عملیاتو کې د یوې کورنۍ پنځو غړو وژل کیدو ته په اشارې یو ځلې بیا د عامه خلکو د مرګ ژوبله مسله پورته کړې.
ورځپاڼې د کویټې د پیښې په اړه په یو مطلب کې د ولس مشر کرزي دا سپارښتنه راغستې چې نور نو د خپل بچیانو برخه لیک د انساني قاچاق د مافیا منګولو ته مه سپارۍ.
د ارادې خپلواکې ورځپاڼې بیا د الجزیرې د ټلویزیوني شبکې د یو رپورټ ځینې برخې خپرې کړي چې پکې افغانانو پخپل هیواد کې د بهرنیو ځواکونو د شمیر د زیاتولو په اړه اندیښنه څرګنده کړې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې له قومي مشرانو سره د تفاهم په اړه تبصره کړې او لیکلي دي چې دا هم د امریکا د نوې ستراتیژۍ یوه برخه ده.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په پاکستان کې د طالبانو فعالیتونه څیړلي او لیکلي دي چې دوې اوس اسلام اباد ته هم د نږدی کیدو په حال کې دي.
د افغانستان ټایمز انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې هم خپله سرمقاله په پاکستان کې د طالبانو فعالیتونو ته ځانګړې کړې او پدې ترڅ کې په سوات کې د حکومت او طالبانو ترمنځ شوې معاملې ته په اشارې لیکلي دي چې دا معامله په پاکستان کې د طالبانو او د افراطیت د پیاوړې کیدو سبب ګرځي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې هم په پاکستان کې د افراطیانو په فعالیت تبصره کړې او لیکلي دي چې په تیرو دریو لسیزو کې اکثره ترورستي پلانونه په پاکستان کې جوړ شویدي.
د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.
انیس هم پخپله سرمقاله کې د ولس مشر کرزي په اونیزې وینا تبصره کړې چې پکې له خلکو نه غوښتل شوي چې د قاچا وړونکو په وسیله دې سفر نه کوي.
خو اصلاح بیا په هیواد کې د غیر مسؤله وسلوالو ډلو د موجودیت ستونزې ته په اشارې دا غوښتنه کړې چې دا ډلې دې ژر تر ژره بې وسلې کړاې شي.
د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې د پولیسو په لیکو کې اداري فساد ته په اشارې لیکلي دي چې فساد د افغانستان په پولیسو باور له منځه وړي.
ورخباڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې فساد د پولیسو د ځواک د غښتلي کولو په وړاندې یو اساسي خنډ دې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د بې کارۍ په ستونزې تبصره کړې او د هغې د حل لارې چارې يې څیړلي دي.
ورځپاڼې په یو بل مطلب کې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت د هڅو د لا ګړندي کولو غوښتنه هم کړیده.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا هم پخپله سرمقاله کې د راتلونکو انتخاباتو مسله راغستې او لیکلي دي چ د غبرګولي له لومړۍ نیټې وروسته به د نظام مشروعیت څرګند شي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې د خصوصي امنیتي کمپنیو په فعالیت بحث کړې او پدې ترڅ کې د ملګرو ملتونو د کارپوهانو د یو پلاوي په نقل يې لیکلي دي چې ددغو کمپنیو فعالیت د افغان حکومت امنیتي وړتیاوې تر پوښتنې لاندې وړي.