په 1984 کا ل کې دپوهنتون په زده کړي بوخت وم چي یوه ورځ داستاد لخوا ددوهمي نړیوالي جګړې ویوه موزیم ته دفاشستانو په وحشتونواوغیري انسا ني کړنو دلاپوهید و په خاطردعوت شوم، د موزیم داثارو په لیدلو سره رشتا هم انسان په حیرت کې پا ته کیدی اودا سوال ورته پیدا کیدی چي ولې یو انسان دومره وحشي سي؟په دي وخت کې مې د استا څخه پوښتنه وکړه،څومره انسانان په دې جنګ کې و ژل شویدي؟استاد دجواب په ځای دجنګ دیوه سخت زړه دکتاتور جنرال نظر د جنګ د مړو په باب داسي راته ووایه:( دیوه انسان وژل غمیزه او فاجعه ده، تریوه داضافه انسانانو وژنه یوازي د مړو شمیرنه ده نه غمیزې). زه سمدتي ددي جواب په معنا پوه نشوم او د استاذ څخه مې توضیح وغوښته د استاد توضیحات ډیر زړه درد ونکې وه ؛ استاد د نورو توضیحاتوتر څنګ ډیر ځله دا جمله تکرارول « جنګ د انسانې شرافت درجې کموي»،« په جنګ کې د انسان د مرګ او ژوند ارزشت کمیږي» دا چي استاد خپله ددوهم نړیوال جنګ جنګیالی وو بیا به یي خپل د سترګو لیدلی حال بیان کړ چي تر اوریدلووروسته یي رشتیا هم انسان دفاشستانو په فاشستي ماهیت ښه پوهیدی.
زموږ په ګران وطن تپل سوی ورانونکی جنګ هره ورځ افغانان په دردونکو غمونوغمجنوې چي په نتجه کې یي رشتیا هم دټولو خرابیوتر څنګ افغانان خپل معنوي ارزشتونه هم دلاسه ورکوي، تر هري غمیزي وروسته هردر دیدلی افغان پر خپلو وطندارانو او په خاص ډول ددولت په مشرانو دا حق لري چي غمشیریکي ور سره وکړي او کومک ته یي ور وه دانګي .که د بیلګي په توګه یي دکندهار دولایتي شورا غمجنه پیښه یاده کړو،په دي غمجنه پیښه کي چي یو زیات شمیر افغا نان یي د غم په کمبله کښینول اودوطن په بیچاره یتیمانویي نور بدبختان هم ورزیات کړل ما تر غمیزي وروسته داسي فکر کاوه چي ددلت مشران به حتمآ دغمجنو سره تر مرستي وروسته دشهیدانو درنه یادونه وکړي دا خو ددولتي مشرانوانساني، افغاني او اسلامي مسؤلیت دی چي ددوی فاتحي په ډیر حرمت سره واخلي ولي متآ سفانه داسي ونشول ،تر ځنو شخصي یادونو ایضافه دولتي مشرانو حتا ددوی په باب ځان هم خبر نکړ،سمدستي مي دهم هغه جنګي جنرال نظر رایاد شوو او په دي پوه شوم چي رشتیا هم د افغانستان دولتي مشرانو ته اوس دافغا ن مرګ غمیزه نه ده یوازي یي دمړو حساب نیسې، که داسي نه وای نو دافغانستان دښوني او روزني وزیرښاغلي وردګ خو لږترلږه باید خپل دیوه داسي لائق او په وطن مین رئس لکه شهید محمد انور خان یوه سرتاسري فاتحه او یادونه کړیوای،دا هم سوال دی چي ولي، دکوم ملحوظ په خاطر ښاغلي وردګ ځان داسي بی تفاوته او بی خبره اچولی دی؟
ایا د مرحوم محمد انور خان په شان ښاغلی وردګ دفزک ډیر ماسټران او کدرونه لري؟ که دهلمندیتوب په سبب چي یو وزیر هم دښاغلي کرزي په کا بینه کې د هلمند نشته د مرحوم انورخان مقام دوردګ وزیر دپاره چي په کابینه کي متعدد بي کفایته وردګ وزیران لري کم دی؟ او یا دا چي د په اصطلاح نړیوالو دوستانو په فورموکې خپل د لاسلیک تر څنګ دمرحوم محمد انورخان امضا نه ویني؟د همدغسي دولتمندانو په ټیم کې ښاغلي کرزي داسي لویي بریاوي ملت ته راړي دوی دملت د یووالي او ملي ګټوپه خاطر حتا تر خپلو حزبي او هیڅ ډول علائقو نه تیریږي .زه ومحترمو لوستونکو ته د احترام په خاطر چي ډیر وخت یي په لوستلو ضایع نشي خپل د زړه خواله د افغانستان ددولتي مشرانودضمیردبیداری په هیله لنډوم.
په درنښت