د سوات طالبان چي د شريعت د نفاذ په بهانه بونير ته تللي وو، نن يې د ځايي قومي مشرانو سره په يوه ګډه جرګه كي منلې چي له دې سيمي بيرته ووزي.
د بونير اوسېدونكو له طالبانو څخه غوښتي چي دوى سيمه به د جنګ ډګر نه ګرځوي، كه طالبان په زور ګوتي ووهي، دوى به يې په مقابل كي قومي ملېشې جوړي كړي.
د سوات طالبان وروسته له هغه مخ پر بونير ور مات سول، چي د پاكستان حكومت په سوات كي د يوه تړون له مخي د اسلامي حكومت جوړېدل ورسره ومنل.