کور / خبرتیا او پيغامونه / د شهید سردار محمد داود خان د فاتحې خبرتیا

د شهید سردار محمد داود خان د فاتحې خبرتیا

لکه څنګه چی خبر یاست؛ د شهید سردار محمد داود خان د افغانستان د لمړنې جمهوریت بنسټ ایښودونکی  او د دی د نوری کورني غړی د  جنازی د خاورو سپارلو مراسم؛  چی د۷ ثور۱۳۵۷  په کودتا کی په شهادت رسیدلي وو؛ پدی وروستیو کی د جسدونو د موندنی او  پیژندنی  نه پس په یو لړ خاصو دولتی مراسمو سره د سه شنبه په ورځ د کب ۲۷ نیټه ۱۳۸۷ کال د کابل په ښار کی سرته ورسیدل.

ټولو هیوادوالو ورونو او خویندو ته خبر ورکول کیږی چی ددی شهیدانو د فاتحه مراسم  د شنبه ورځ ۱۱ د اپریل ۲۰۰۹ د ۴ نه تر ۶ د عصر په بوخم ښار کی د افغانی محصلینو او یو شمیر د بوخم اوسیدونکو افغانانو په مټ تر سره  کیږی.

پدی توګه د ټولو درنو خویندو او ورونو څخه هیله کیږی چی په راتګ سره د اتحاف دعا  ددی شهیدانو سپیڅلی ارواحو ته ډالی او د سردار محمد داود خان او نورو شهیدانود افغانستان لپاره د شایسته خدمتونو څخه لمانځنه وکړو. 

وقت:   شنبه ۱۱ د اپریل؛ ۲۰۰۹

مکان :  IFAK e.V     –       Hustadtring 5    –     44801 Bochum  – Germany

ادرس:

      ۱. بس نمبر ۳۴۶ به “Hustadt” را از هپ بانوف بوخم بګرید.

      ۲. در استګاه ” Hustadtring”  پائین شوید و صرفاً علامات نصب شده  راتعقیب نمایید.