د فارياب په خواجه سبزپوش ولسوالي كې د ملي پيوستون په لړۍ كې ۳۵ پروژۍ د نړيوال بانك په ۲۷ ميليونه او ۴۷ زره افغانيو په لګښت، بشپړې او ګټيې اخيستنې ته چمتو شوې.
چارواكي وايي چې دغو پروژو د ۶ زره كورنيو بېلا بېلې ستونزې حل كړي.
په يادو شويو پروژو كې څاګانې، پر سړك چغل اچونه، د اوبو ذخيرې، د فرهنګي شورا ګانو ودانۍ، د حرفوي زده كړو كورسونه ، يو ښوونځى، استنادي ديوالونه، د اوبو واړه بندونه او پلچكونه شامل دي.
په دغه ولسوالۍ كې تر دې دمه نږدې ۵۰ پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته چمتو شوې دي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه