کور / شعر / ښكلي مغروري !

ښكلي مغروري !

 


مستي مغروري نازولي نجلۍ


اى شاپيرۍ ښايستې او ښكلي نجلۍ


د زركي تګ دي د نخرو نخښه ده


زلفي دي ملا ته اړولي نجلۍ  



چي دي عمرونه په سينګار تيريږي


تا څه د ژوند سړي ليدلي نه دي


ته خيالوري زوريدلې نه يې


تر غوږ دي ساندي رسيدلي نه دي  



ستا له طرفه د شمال  پر څپو


څه خوشبويې او څه خيالونه راځي


غشي دي بند كړه ځوانيمرګي نجلۍ


له ناز  ادا دي پرهارونه راځي  



ستا دي قسم وي ته پوهيږې په دې


چي دي د مخ يادونه اور بلوي


ته له ازله ښايسته يې ښكلي


د بنګړو شرنګ دي ګراني شور لګوي  



ښكار دي د  تورو سترګو مه كوه نور


دلته دي څوك مخته كتلاى نه سي


ښكلي ستا حسن ځوانۍ و ريبلې


څوك دي له خياله غورځولاى نه سي  



ته د شاعر په قلم كښلې غزل


ته د كلونو او پيړيو كيسه


يې د زرګونو تابلوګانو مفهوم


يې د ليكوال د تاريكيو كيسه


ته د مين په په حال خبره نه يې


چي كرۍ شپه ورباندي څه تيريږي


هيڅ دي د ميني زور ليدلى نه دى


بيده زړګى دي په چا څه خبريږي  



اى شاپيري ورځه رقصونه كوه


ته د نازنو كرشمه جوړه يې


د بل  د لاسه شرابونه اخله


ته محفلونو ته ډيوه جوړه يې  



ته به د بل شپو ته خوښۍ ورولې


ستا پر سينه به څوك خوبونه كوي


بل به دي زلفي لاس پر لاس اړوي


د چا په غيږ كي به نازونه كوې  



مستي مغروري نازولي نجلۍ


اى شاپيرۍ ښايستې او ښكلي نجلۍ


د زركي تګ دي د نخرو نخښه ده


زلفي دي ملا ته اړولي نجلۍ  



۲۰۰۸/۲۶/۵