" /> " /> " /> " /> تازه خبر: په هلمند کي ځآنمرګي بريد ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله واړوله  – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / تازه خبر: په هلمند کي ځآنمرګي بريد ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله واړوله  video

تازه خبر: په هلمند کي ځآنمرګي بريد ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله واړوله  video

دغه ځانمرګى بريد نن سهار مهال د شرقي لښکرګاه بازار په سيمه کي د کمپاين پر پوليسو وسو .


د هلمند امينه قومندان وايي ((په دې بريد کي شلو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چي زياتره يې ملکي کسان دي )) .


د هلمند د ايمر جنسي کارکونکي وايي چي په وژل سوو کي يو تن ماشوم او په ټپيانو کي يوه ښځه هم سته .


د طالبانو وياند قاري يوسف د بريد مسوليت و مانه هغه لر اوبر پاڼي ته وويل ((  بريد کوونکى احمد د هلمند ولايت اوسيدونکى دى )) هغه وويل چي په دې بريد کي درې رنجر درې کرولا موټر وجاړ سوي او اولس تنه پوليس وژل سوي چي په هغو کي يو قومندان اسرايل هم وژل سوى دى .


په روان لمريز کال کي دا دوهم ځانوژونکى بريد دى چي په مرکز لښکرګاه کي تر سره کيږي


او د پوليسو تر څنګ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اړوي .