شعر
زه چې وړوکی وم
په خوب کې به خپسې نېوم
چې به راویښ شوم
نو د وېرې
او دهشت نه به مې
واړه اعصاب
او د وجود هر یو اندام رپیدو
ما به نعرې کړې ـــــ چې
وه مورې،وه مورې
نن چې په واړه چاپېرچل ناسته خپسه وینم
مرۍ خپې،ساګانې بندې ښکاري
د خلې اواز سېنې ته بېرته درومي
ددې کوهي نه
فقط نري نري زبیرګي راخیژي
نو زړه مې وغواړي چې لوړې لوړې چغې وکړم
خو چغې چاته؟
او د چا په نامه
اوس خو مې مور هم نشته
زه د بې موره چاپېرچل هغه یتیمه سانده
چې خلې ته راشم او په شونډو نشم
نو د سېنې کوهي ته بېرته لاړ شم
قېصراپریدي کراچۍ