د نيوزلنډ د دفاع وزارت وايي راتلونكې اونۍ به افغانستان ته ۱۳۳ نوي عسكر ولېږي.
د دفاع وزير وايي دوى به افغانستان ته په شپږ مياشتني ماموريت ولاړ سي، چي هدف به يې د دغه هيواد د جمهوري رياست د انتخاباتو د امنيت تامين وي.
د دفاع وزارت په وينا د دوى عسكر به د باميان په ولايت كي له خپلو نورو هيوادوالو سره يو ځاى سي، چي تر دې مخكي هلته مېشت دي او د باميان د ولايتي بيا رغوني چاري پر مخ بيايي.
همدا راز وايي لس نور عسكر به يې د كاناډايي او برتانوي ځواكونو سره په كندهار ولايت كي د افغان پوځيانو په روزنه كي برخه واخلي.