کور / تازه خبرونه / ورځپانو ته کتنه

ورځپانو ته کتنه

د ارادې خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې افغانستان ته د پولنډ د ولس مشر په سفر تبصره کړې او د هغه په حواله يې لیکلي دي چې له افغانانو سره ددوې اړیکې ډیره مخنیه لري او هڅه کوي چې د افغان پولیسو له روزنې سره مرسته وکړي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د ملګرو ملتونو د چارواکو په حواله لیکلي دي چې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرامونو مرستې له افغانستان سره زیاتیږي څو ددغه هیواد ټولې سیمې تر پوښښ لاندې راوستلې شي.

ورځپاڼې خپله سرمقاله په افغانستان کې د ښځو ستونزو ته ځانګړې کړې او لیکلي دي چې په هیواد کې د ښځو حقوق مذهبي بنسټ لري او ټول اقدامات په همدې بنسټ کیږي.


د هیواد دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د پاکستاني طالبانو په وروستي ګواښ تبصره کړې او لیکلي دي چې دا خبردارې یو ځلې بیا دا حقیقت په ډاګه کوي چې په افغانستان کې د جنګ اور په پاکستان کې د طالبانو د شتو مرکزونو لخوا لږول شوې دې.

ورخپاڼې په یو جلا مطلب کې د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتو تبصره کړې او پدې ترڅ کې د خلکو دندې او مسؤلیتونه په ګوته کړیدي.

ورځپاڼې په یو جلا څیړنیز مطلب کې په هغو ستونزو تبصره کړې چې د بې کارۍ له امله ځیږیدلي او لیکلي دي چې بیکاري د فسادونو او ناورینونو مور ده.


د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې  په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د شمیر زیاتولو ته په اشارې لیکلي دي چې په افغانستان کې د امن او ثبات د تینګښت لپاره د بهرنیو ځواکونو حضور اساسي شرط ندې بلکه دې ماموریت ته دې افغان امنیتي ځواکونه بیاوړې کړاې شي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې بیا په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو فعالیتونو ته په اشارې لیکلي دي چې  په افغانستان کې د جنګ په اړه د ناټو د غړو هیوادونو ترمنځ ستړتیا زیاته شوې ده.

ورځپاڼې د کار او ټولنیزو چارو د وزیر دا څرګندونې هم راغستي دي چې یوازې دا وزارت د کار موندلو مسؤلیت نلري.


د ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا دا خبر ورکړې چې په کابل کې د امریکا سفیر د راتلونکو انتخاباتو د یو شمیر ممکنه کاندیدانو سره لیدلي دي.

ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي که څه هم له اشرف غني احمدزي، داکټر احدي عبداله عبداله او میرویس یاسیني سره د شویو خبرو  جزیات ندي څرګند خو بیا هم ویل کیږي چې ممکن د خبرو زیات تمرکز د یو واحد کاندید په ټاکلو وو.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په وروستیو څرګندونو تبصره کړې چې ویلي امریکا دا اعتراف کوي چې په تیرو کلونو کې يې د نا سمو معلوماتو پر بنسټ د طالبانو په خلاف عمل کړې دې.


د افغانستان ټایمز انګلسي ژبې  خپلواکې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغان ځواکونو په روزلو او سمبالولو تبصره کړې  او لیکلي دي چې ښه روزنه او په عصري وسلو او وسایلو سمبالول د موثره ځواکونو لپاره ضروري دي.

ورځپاڼې په یو بل څیړنیز مطلب کې چې د اوباما یو کارتون هم پکې موجود دې د افغانستان او سیمې په اړه د هغه په  سیاستونو تبصره او هغه يې یو سم سړې په ناسم وخت کې توصیف کړې دې.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د کار او ټولنیزو چارو د وزارت په حواله لیکلي دي چې دغه وزارت د هیواد په کچه له یو میلیونو څخه زیات کارګران روزلي دي.


د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې په روانو حالاتو بیابیلې تبصرې خپرې کړیدي.

انیس پخپله سرمقاله کې افغانستان ته د پولنډ د ولس مشر په سفر تبصره کړې او له افغانستان سره يې ددغه هیواد مرستې موثرې بللې دي.

خو اصلاح بیا هم له وسلوالو مخالفینو سره د سولې په خبرو کې د دولت په ګډون ټینګار کړې او لیکلي دي چې دا د پخلاینې بهیر ته مشروعیت بښي.


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې پاکستان ته د امریکا مرستو ته په اشارې لیکلي دي چې پاکستان لا هم دا مرستې د ترورستانو د تمویل لپاره کاروي او د پاکستان ولس مشر د امریکا برخلاف له امریکا د بې قید و شرط مرستو د ترلاسه کولو غوښتنه کړې.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو ترمنځ د تضاد مسله راغستې او پدې ترڅ کې لیکلي دي چې د  افغانستان ګاونډي هیوادونه د بهرنیو ځواکونو حضور د خپلو ګټو په خلاف بولي.