کور / تازه خبرونه / نيمروز:دوه پروژي گټي اخستني ته وسپارل شوي

نيمروز:دوه پروژي گټي اخستني ته وسپارل شوي

د ملي پيوستون پروگرام دوه پروژي د(٣٢٧٦٠٠٠) افغانيو په ارزښت پدي وروستيو کي دنيمروز ولايت کي گټي اخستني ته وسپارل شوي .
د دغه ولايت دملي پيوستون پروگرام دمسوولينو دوينا له مخي پدي پروژو کي د(١٣٨٩) مترو په اوږدوالي دسرک ترميم او شگي اچول اود ښاري برښنا دشبکي غځول شامل دي . 
خبرزياتوي ، نوموړي پروژي د نيمروز ولايت کي بشپړي او له هغه نه څه دپاسه (٥١٥) کورني برخمني شويدي .


د يادوني وړ ده چي .دنيمروز په ولايت کي دملي پيوستون پروگرام دسلهاوو پروژو کار جريان لري چي ډير ژر به گټي اخستني ته وسپارل شي .