کور / تازه خبرونه / روزګان: د طالبانو د وژلو ادعا وسوه

روزګان: د طالبانو د وژلو ادعا وسوه


آيساف ځواكونه وايي په روزګان ولايت كي يې له طالبانو سره په يوه مخامخ جګړه كي د هغوى شپږ جنګيالي وژلي او وسلې هم په لاس ورغلي چي له منځه يې وړي دي.
ايساف وايي په دې نښته كي د دوى ځواكونو ته كوم زيان نه دئ اوښتئ.
په روزګان ولايت كي له تېرو څو ورځو راهيسي د طالبانو سره د جنګونو او هغوى ته د مرګ ژوبلي ادعاوي كېږي.
آيساف ځواكونه وايي دغه عمليات يې جنوب لوېديځ زون ته د امريكايي عسكرو په راتګ سره تېز كړي او غواړي چي د روان كال انتخاباتو ته په سيمه كي امنيت تامين كړي.