د اسټراليا حكومت اعلان كړى، چي د امريكا تر رسمي غوښتني وروسته افغانستان ته د پوځي روزونكو د لېږلو په اړه پرېكړه اعلانوي.
د اسټراليا د بهرنيو چارو وزير سټيفن سميت وايي د دفاع او بهرنيو چارو وزارت به د پنجشنبې تر ليدني وروسته چي په واشنګټن كي يې له امريكايي مقاماتو سره لري افغان ماموريت ته د پوځي روزونكو د لېږلو په اړه پرېكړه وكړي.
د نوموړي په وينا اسټراليا د امريكا د ولسمشر باراك اوباما غوښتني ته په جواب كي تصميم نيولئ، چي ۲۵۰ پوځي روزونكي افغانستان ته ولېږي، خو په دې باب يې تر اوسه حتمي پرېكړه نه ده كړې.
اسټراليا په افغانستان كي ۱۱۰۰ عسكر لري، چي تېره مياشت يې تر يوې سروې وروسته اكثريت وګړو په افغانستان كي د عسكرو له سته والي سره مخالفت ښودلى وو.