د برتانيې ډيلي ټيلګراف خبر وركوي چي افغانستان ته د امريكا د ځانګړي استازي ريچارډ هولبروك او د اسلامي حزب د مشر ګلبدين حكمتيار مرستيالانو له يو بل سره ليدلي دي او په افغانستان كي د سولي پر ټينګېدو سره ږغېدلي دي.
ګلبدين حكمتيار د اسلامي حزب مشر دئ، چي تر طالبانو راوروسته د افغان حكومت تر ټولو غټ وسله وال حريف دئ.
نوموړى د ۲۰۰۱ كال راهيسي د افغان حكومت او امريكايي پوځيانو په مقابل كي جنګېږي، چي په تېرو دوو كلونو كي يې څو واره د كابل له حكومت سره د مذاكراتو او موافقې په اړه خبرونه وركړل سوي دي.
ډيلي ټلګراف وايي د حكمتيار مرستيال داود عابدي د امريكايي استازي سره پر دې ږغېدلئ چي څنګه اسلامي حزب له جګړې لاس واخلي او د افغانستان په حكومت ور ګډ سي.