کور / تازه خبرونه / اېټاليا: د زلزلې قربانيان مخ پر ډېرېدو دي

اېټاليا: د زلزلې قربانيان مخ پر ډېرېدو دي


د اېټاليا حكومت وايي د دوشنبې د سختي زلزلې قربانيان تر ۲۲۰ واوښتل.
د دوشنبې په سهار د اېټاليا د پايتخت روم په ۳۵ كيلومترۍ كي د لااقوالا په ښار كي د ريختر په حساب شپږ اعشاريه درې درجې زلزله وسوه، چي تر ۱۰۰۰ ډېري ودانۍ يې زيانمني او د ۲۰۰۰ په شاوخوا كي كسان يې ټپيان كړل.
د سره صليب او نړيوالو خيريه موسسو د ژغورني هڅي اوس هم په سيمه كي رواني دي، چي د خبرونو له مخي يوه ۹۸ كلنه ښځه يې ۳۶ ساعته او ۲۴ كلنه ښځه يې ۴۸ ساعته وروسته ژوندۍ راكښلي دي.
راپورونه وايي په ځپل سوې سيمه كي خلګ په ودانيو كي له بېري نه سي اوسېداى، څوك په خېمو او څوك پر سړكانو او ميدانونو او ځيني نور په موټرانو كي د شپې بيدېږي.
دا په تېرو ۳۰ كلونو كي په اېټاليا كي تر ټولو سخته زلزله په ګوته سوې ده.