د چارشنبې په ورځ په دوو جلا جلا پېښو كي يو بهرنى عسكر مړ او شپږ ملكي افغانان ټپيان سول.
د ناټو له خوا خپره سوې اعلاميه وايي د افغانستان په جنوب لوېديځه حوزه كي يې د طالبانو په يوه بريد كي يو عسكر وژل سوى دئ.
په اعلاميه كي د پېښي ځاى او د عسكر هويت پټ ساتل سوي دي.
بلي خواته د كندهار په ولايت كي پر يوه موټېر د سړك د غاړي ماين چاودلى چي شپږ ملكي افغانان يې ټپيان كړي دي.
د كندهار د والي وياند زلمى ايوبي وايي په ټپيانو كي د دوو كسانو حال خراب دئ.