نیټه: د ۲۰۰۹ میلادي کال د اپریل د میاشتې ۸ نیټه.
د ارادې خپلواکې ورځپاڼې په افغانستان کې د سرتیرو د زیاتولو مسلې ته په اشارې د امریکا د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په نقل لیکلي دي چې د سرتیرو زیاتول د طالبانو مقاومت ځیږوي.
ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې افغان او امریکايي چارواکي پدې اندیښنه کې دي چې د پسرلي په رارسیدو سره به حملې تر خپلې وروستۍ کچې زور واخلي.
ورځپاڼې خپله سرمقاله د افغانانو د وژنې دوام ته ځانګړې کړې او لیکلي دي چې ولي دوې بې هوده وژل کیږي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې دا هم لیکلي دي چې د افغانستان روانې ستونزې او د نړۍ مالي بحران د امریکا په کاري لومړیتوبونو کې ځاې لري.
د انیس دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د روانو ستونزو په سیاسي حل ټینګار کړې دې او لیکلي دي هغه اهداف چې د ځواک په کارولو سره ندي ترلاسه شوي د خبرو له لارې ترلاسه کیداې شي.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په حواله لیکلي دي چې امریکا په افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره کوم کاندید نلري او نه هم د چا ملاتړ او یا مخالفت کوي.
ورځپاڼې د شیعه ګانو د شخصیه احوال د قانون د بیا کتنې لپاره د ولس مشر کرزي حکم هم خپور کړې دې.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونود قومندان په حواله لیکلي دي چې افغان پولیس لا دومره ځواکمن ندي چې په هیواد کې امنیت تینګ کړاې شي.
ورځپاڼې ملت ته د حکومت د حساب ورکولو د پروسې په اړه هم یو مطلب خبور کړې او پدې ترڅ کې يې په دولتي چارواکو انتقاد کړې چې د ناسمو رپورټونو په ورکولو سره د خلکو په سترګو کې خاورې اچوي.
په ورځپاڼه کې په کویټه کې د لسګونو افغانانو د مړینې په اړه هم یو مطلب خپور شوې چې د کار لپاره ایران ته روان وو او لیکلي دي چې ولس مشر کرزې ددې ناورین په وړاندې مسؤل دې.
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د طالبانو مقاومت ته په اشارې لیکلي دي چې دغې دلې پرمختللې وسلې ترلاسه کړیدي.
ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې طالبا هڅه کوي چې افغانستان ته د نورو بهرنیو ځواکونو له رارسیدو مخکې د پام وړ حملې وکړي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په حواله لیکلي دي چې امریکا بې قید وشرط له پاکستان سره مرسته نه کوي.
په ورځپاڼه کې دا خبر هم خپور شوې چې د افغانستان پاکستان او امریکا دوهمه ګډه ناسته په راتلونکې میاشت کې جوړیږي.
د افغانستان ټایمز انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د سولې د خبرو لپاره روانو هڅو ته په اشارې لیکلي دي چې پدې خبرو کې افغان حکومت باید مرکزي رول ولوبوي.
ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام دا هڅې ډیرې مهمې بللې دي ځکه د ورخپاڼې په وینا اوس دا ثابته شوې ده چې په افغانستان کې د روانې شخړې حل یوازې د خبرو او ډیالوګ له لارې ممکن دې.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې د ناټو ماموریت ته کتنه کړې او پدې ترڅ کې د ځواکونو د ځواکونو مسؤلیتونه څیړلي دي.
د اصلاح او هیواد دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې وروستي پرمختګونه څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.
هیواد پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د اقتصادي ودې لپاره د هر اړخیزې اقتصادي ستراتیژۍ په اړتیا ټینګار کړې دې.
خو اصلاح بیا د سوکاله راتلونکې لپاره ښوونه او روزنه مهمه بللې او لیکلي دي چې ددې پرته د ښه راتلونکې اټکل نا ممکنه دې.
د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې د شیعه ګانو د شخصیه احوال د قانون په اړه پورته شویو اعتراضونو ته په اشارې د ولس مشر کرزي د ویاند په حواله لیکلي دي چې پدې قانون له سره کتنه کیږي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د غزني او سمنګانو د والیانو په خلاف د خلکو اعتراضونه راغستې او ولس مشر کرزي ته يې په خطاب کې لیکلي دي چې ایا د خلکو د اعتراض غږونه اورۍ؟
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د پاکستان د ولس مسر په حواله لیکلي دي چې هیواد يې د امریکا بې قید وشرط ملاتړ غواړي.