کور / تازه خبرونه / باراك اوباما عراق ته ولاړئ

باراك اوباما عراق ته ولاړئ



د امريكا ولسمشر باراك اوباما په يوه نااعلان سوي سفر ناڅاپه عراق ته ورسېدئ.
نوموړى پرون د تركيې څخه عراق ته ولاړئ او هلته د عراق له چارواكو سره وليدل.
باراك اوباما د عراق له صدراعظم نوري المالكي او ولسمشر جلال طلباني سره په ليدنو كي وويل، خوښ دئ چي د عراق چارواكي د ملي يووالي په لاره كي هلي ځلي كوي او بېلابېلي سياسي ډلي يې سره يو ځاى كړي دي.
باراك اوباما جمهوري رياست ته تر رسېدو وروسته په لومړي ځل عراق ته سفر وكړ.
اوباما غواړي په راتلونكو ۱۴ مياشتو كي له عراق څخه خپل پوځيان وباسي.