کور / تازه خبرونه / اوباما د اديانو ترمنځ د يووالي په غونډه كي ګډون ونكړ

اوباما د اديانو ترمنځ د يووالي په غونډه كي ګډون ونكړ


ټاكل سوې وه چي د امريكا ولسمشر باراك اوباما نن په تركيه د اديانو ترمنځ د يووالي په غونډه كي ګډون وكړي، خو ويې نكړ.
باراك اوباما چي پرون د تركيې هيواد ته رسېدلئ وو، د هغه ځاى له صدراعظم او نورو چارواكو سره يې وليدل.
نوموړي وويل له اسلامي نړۍ سره د ټينګودوستانه اړيكو غوښتونكى دئ.
باراك اوباما پرون د تركيې پارلمان ته هم وينا وكړه او همدا راز يې د تركيې هيواد له تر ټولو غټ ((شنه جومات)) څخه ليدنه وكړه.
په تركيه كي نن د نړۍ د ځينو هيوادونو د مشرانو په ګډون يوه لويه غونډه جوړه سوې، چي موخه يې د نړۍ د بېلابېلو اديانو ترمنځ نيژدېكت، يووالى او د مخالفتونو او تعصبونو له منځه وړل دي.