کور / تازه خبرونه / آيساف: د خپل ۷۸ يم عسكر د وژلو خبر وركړ

آيساف: د خپل ۷۸ يم عسكر د وژلو خبر وركړ

په جنوب لوېديځه حوزه كي د سړك د غاړي ماين د ناټو يو عسكر وواژه او درې نور يې ټپيان كړل.
د ايساف ځواكونو له خوا يوه خپره سوې اعلاميه وايي پورتنۍ پېښه د سې شنبې په ورځ رامنځته سوې ده.
ايساف د ياد سوي عسكر هويت نه دئ په ډاګه كړى او نه هم د پېښي دقيق ځاى په نښه سوى دئ، خو په ياده سوې حوزه كي د ناټو ترماموريت لاندي د بهرنيو پوځيانو ډېره برخه امريكايان، برتانويان او كاناډايان جوړوي.
د آيساف اعلاميه وايي د دې عسكر په وژلو سره يې په روان ۲۰۰۹ كال كي د مړو عسكرو شمېر ۷۸ تنو ته ورسېدئ.