په كندوز كي دوه طالبان د پوليسو په جنګ كي وژل سوي دي.
د كندز د امنيې قومندانۍ يوه چارواكي عبدالرحمن حقتاش د زينهووا آژانس ته وويل دغه كسان برايي د شپې د پوليسو سره په يوه نښته كي وژل سوي دي.
نوموړي په دغو دوو تنو كي يو د نظرمحمد په نوم ياد كړ، چي وايي په سيمه كي د طالبانو مهم كس وو.
كندز ولايت چي تر دې دمخه نسبتاً ارام ګڼل كېدئ، په دې وروستيو ورځو كي د طالبانو او دولت مخالفو وسله والو ډلو مقاومت پكښي ډېر سوى دئ.
پرون د كندز پر پي آر ټي باندي فقط شل دقيقې وروسته له هغه راكټي بريد وسو، چي د المان صدراعظمه او د دفاع وزير ځني وتلي وو.