کور / تازه خبرونه / د هلمند په ګريشک ولسوالۍ کي هم ټولنيزه شورا جوړه سوه

د هلمند په ګريشک ولسوالۍ کي هم ټولنيزه شورا جوړه سوه

دهلمند ولايت په ګرشك ولسوالي كي يوه ټولنيزه شورا جوړه سوي ده ،په ګرشك ولسوالي كي به دغه شورا سميزي ستونزوته سميز ه دحل لاره پيداكوي .

دغه شورا چي دم ګړى په ۴۵تنه غړي لري پنځه يي ښځينه دي  خو دګرمسير او نادعلي ولسوالي وروسته يوازنى شورا ده چي پنځه تنه ښځينه غړي لري .

دګرشك ولسوالي دغه شورا چي د دو شنبې په ورځ  دپراخه ټاكنو له مخي جوړه سوه ديوه مشر په شمول نږدي ۴۵تنه غړي لري   كه څه هم په نادعلي او ګرمسير ولسواليو كي وړاندي تر دي شورګاني جوړي سوي وې خو دګرشك دسيمزي شورا نوښت په دي كي دى چي پنځه تنه ښځي هم په ځان كي لري .

دهلمند دښځو چارو ريسه فوزيه علومي وايي زيات وخت نارينه دښځو په ځينو ستونزو باندي نه وي خبر چي دعلومي په خبره وروسته تردي  به ددغه شورا نارينه دښځو دستونزو دحل لپاره ددوي سره ګډ كار كوي .

دټولنيزو شوراګانو له پاره بنسټ  دهلمند دوالي محمدګلآب منګل او دهيواد سميزو اورګانو دلوي رياست په مرسته كښيښودل سوه چي تر دي دمه دنادعلي او ګرمسير په ولسواليو كي  عملا كار كوي او خلګ هيلمند دى چي ددې شوراګانو له لاري به ددولت او اولس تر منځ رامنځته سوي واټن بيرته له منځه ولاړ سي اوددولت پيغام او مرسته به تر بل هروخت ژر تر اولس پوري ورسيږي .