هېواد به په كال كې به له ۴۰۰ ميليونه ډالرو څخه ډېر عايد د عينك د مسو له معدن څخه ترلاسه كوي
د افغانستان طبيعت او جيولوجيکي جوړښت ته په پام سره په هېواد کې د ډېرو بېلا بېلو منرالي سرچينو د شتون وړاندوېينه كېداى شي. او دا نظر د کورنيو او بهرنيو کارپوهانو چې د افغانستان له جيولوجي سره آشنايي لري له ځانګړي ملاتړ څخه برخمن دى د افغانستان د ځمکپوهنې څېړنو کې له لوړو او ژورو سره سره، د دې څېړنو په پايله كې٤٠٠ بېلا بېل لوى او کوچني کانونه او کاني ظواهر کشف شوي دي. دا کانونه او کانى ظواهر په عمده توګه د عينک، د مسو كان، د حاجي ګک او د بدخشان او هرات په ساحو کې د اوسپنې او د سرب او جستو، سرو زرو، المونيم، کروم، قلعي، تنګستن، کوبالټ، ليټيم کانونه او همدا شان د ډبرو سکرو، سلفر، تالک او مګنيزيټ، مالګې، ګچ، همدا ډول قيمتي او نيمه قيمتي کاڼي لکه زمرد، تورمالين، بريل، ياقوت، لاجورد او تزييني ډبرې لکه ډول ډول مرمرونه او تراورتين د سمنټو اومه مواد او نور دي.
د معادنو د وزارت د سروې او جيولوجي معدن رييس ښاغلى انجينر محمد عمر يونسي په هېواد كې د فلزاتو د شتون په اړه راته وايي:
((د مسو كانونه د حاجي ګک د اوسپنې كان، د بدخشان او هرات په سيمو کې د اوسپنې، سرب او جستو كانونه، سرو زرو، المونيم، کروم، قلعي، تنګستن، کوبالټ، ليټيم کانونه او همدا شان د ډبرو سکرو، سلفر، تالک او مګنيزيټ، مالګې، ګچ ، همدا ډول قيمتي او نيمه قيمتي کاڼي لرو.))
دې ته په كتو سره چې زموږ هېواد د يادو شوو كانونو د څومره ظرفيت لرونكى دى، او تر اوسه پورې د يادوو شوو كانونو د مطالعې او سپړنې په برخه كې څومره كار شوى دى؟ انجينر يونسي داسې وايي:
((په افغانستان كې د جيولوجي مطالعات ډېر نوي او ډېر ځوان دي. ۵۰ كاله مخكې د معادنو په وزارت كې د كانونو د پېژندلو او مطالعې لپاره د جيولوجي د مديريت په نامه يوه ډېره كوچنۍ اداره جوړه شوه، چې بيا په ۱۳۴۲ لمريز كال كې نوموړې اداره د سروې او جيولوجي معدن په رياست باندې بدله شوه. د دې ادارې له جوړېدو وروسته تر نن پورې تقريبا ۵۰ كاله تېر شوي چې د دې ۵۰ كلونو له ډلې څخه يې نيمايي په جګړو كې تېر شوي، او ۲۵ كاله پاتې وخت د تخنيكي ستونزو، مسلكي پرسونل له نشتوالي او نورو شته ستونزو له امله په سم ډول نه دي مطالعه شوې، په دې وختو كې ډېره لږه اندازه كار مخته وړل شوى دى.))
د هېواد كانونو مطالعه د ستونزو له امله په پوره ډول نه ترسره كېږي. په هېواد كې د پرلپسې جګړو له امله د هېواد هره د پرمختګ چاره نيمګړې پاتې ده دا چې كوم فلزات تر اوسه پورې په پوره ډول مطالعه شوي دي يونسي زياتوي:
((د مطالعه شوو فلزاتو له ډلې څخه ډېر مهم د لوګر د عينكو مس دي، چې د چين له (اېم سي سي) خصوصي كمپنۍ سره يې قرارداد شوى دى. موږ د عينكو د مسو په اړه پوره ۱۴ كاله مطالعه وكړه، برمه كارۍ مو وكړې، لابراتواري كارونه يې ترسره شول، چې له دې كارونه وروسته د اېم سي سي كمپنۍ ته وركړل شول.))
دا چې د عينك د مسو قرارداد په كومو شرايطو شوى او د هېواد ملي منافعو ته به څومره ګټه ولري په دې اړه د معادنو د وزارت مرستيال ښاغلي انجينر محمد اكرم غياثي راته وويل:
((د عينك مس چې د آزاد رقابت له مخې د چين MCC كمپنۍ ته وركړل شول، نوموړې كمپنۍ به د افغانستان دولت ته د ۲۰۰ زره ټنو د ايستلو په وخت كې ۳۹ تر ۴۰ زرو ټنو پورې خالص مس وركوي له پاتې ټولګې څخه ۱۰۰ زره ټنه د دوى په استخراج، ټرانسپورټ او نورو لګښتونو لګول كېږي، او همدارنګه ۲۰ زره ټنه هم بېرته زموږ هېواد ته د ماليې او نورو محصولاتو له لارې وركول كېږي چې موږ به له ۵۰ سلنه څخه ډېر خالص مس له نوموړې كمپنۍ څخه لاس ته راوړو. په نړيواله كچه چې د مسو ارزښت ته ګورو نو په كال كې به له ۴۰۰ ميليونه ډالرو څخه ډېر عايد د دې معدن له پلوه دولت ته وركول كېږي. او كه د مسو ارزښت لوړېږي نو نوموړى عايد به تر دې هم ډېرېږي. په همدې ډول به په زرګونو كسان په كار وګومارل شي. له قرارداد سره سم به هلته د معدن په سيمه كې ښارګوټى جوړېږي، د معدن د كاركوونكو لپاره ښوونځي جوړېږي. د معدن په سيمه كې به كلينيكونه جوړوي، او يوه د برېښنا ۴۰۰ مېګاواټه فابريكه جوړوي، چې دوه سوه مېګاواټه برېښنا يې د فابريكې لپاره لګول كېږي او ۲۰۰ ميګاواټه نوره برېښنا به د لوګر ټول ولايت او كابل ته وركول كېږي، بل دا چې دوى په خپله پانګه د رېل پټلۍ جوړوي. دا چې نوموړې د رېل پټلۍ چېرته جوړه شي دا زموږ د دولت خپل كار دى، كېداى شي د تاجكستان له بندر څخه او يا هم د ازبكستان له بندر څخه تر حاجي ګك معدن پورې او له هغه ځاى څخه به تر كابل، لوګر او تورخم پورې وغزول شي. د رېل ټول لګښت دوى وركوي، بيا يې په لومړيو كې له كرايې او نور عايد څخه خپله لګول شوې پانګه پوره كوي. كله چې يې پر رېل لګول شوې پانګه تر لاسه كړه بيا د رېل پټلۍ د افغانستان د دولت مال دى))
د عينك د مسو د معدن كارونه به څه وخت پيل شي؟ ښاغلى غياثي داسې وايي:
يوه اندازه مقدماتي كارونه يې لكه: د امنيت، ټرانسپورټ او نورو برخو كې همدا اوس پيل شوي دي. د امنيت په برخه كې يې د كورنيو چارو د وزارت له خوا يوه اندازه كسان په كار ګمارل شوي. له قانون سره سم بايد د قرارداد له لاسليك څخه پنځه كاله وروسته ګټې اخيستنې ته چمتو شي.
په هېواد كې د اوسپنې ډېر كانونه لرو چې له بده مرغه مو تر اوسه پورې ګټه نه ده ترې اخيستې، د اوسپنې د كانونو په اړه راته ښاغلى محمد عمر يونسي داسې وايي:
((په افغانستان كې د اوسپنې ډېر كانونه او ډېرې زېرمې شته چې له شواهدو څخه موږ ته څرګندېږي، خو د افغانستان دې دېرش كلنې جګړه ييزې وضعې دا زمينه نه ده مساعده كړې چې كار ورباندې وشي او د هېواد د ګټې لپاره وكارول شي. د افغانستان تر نيمايي ډېره ځمكه غرونه دي، چې ډېر غرونه يې د كانونه لري. موږ د اوسپنې ډېر كانونه لرو چې ډېر مشهور كان يې د حاجي ګك كان دى چې له دوه ميليارد ټنه څخه هم ډېره اوسپنه لري او د دې كان هم تر اوسه پورې بشپړه مطالعه نه ده شوې په نورو ډېرو ځايونو كې لكه، بدخشان، هرات، سياجر او اورمروخ كې د اوسپنې كانونه شته خو په پوره ډول نه دي مطالعه شوي.))
د حاجي ګك كان د ښاغلي يونسي د وينا له مخې تر اوسه داوطلبۍ ته نه دى وړاندې شوى او نه يې هم د استخراج په برخه كې كوم كار شوى. خو د معادنو وزارت په پام كې لري چې داوطلبۍ ته يې وړاندې كړي. همدارنګه د زابل د ولايت د سربو او جستو مطالعه هم تر يوې كچې پورې شوې ده چې له شواهدو څخه ښكاري چې نوموړى ولايت ډېره اندازه سرب لري.
يورانيوم چې د فلزاتو له مخې ډېر مهم فلز بلل كېږي ځكه چې له يورانيومو څخه په اتومي انرژي كې كار اخيستل كېږي. همدارنګه په حرارتي برېښنا كې ورڅخه ډېره ګټه اخيستل كېږي. خو د استخراج په برخه كې پراخه پانګې او پرمختللو ماشينونو ته اړتيا لري، د استخراج په وخت كې يې شعاع كولاى شي په آسانۍ سره يو كاركوونكى له منځه يوسي. دا چې په افغانستان كې په كومو ځايونو كې يورانيوم شته، موږ ورڅخه څومره ګټه اخيستې، تر اوسه پورې يې د استخراج په اړه كوم د پام وړ كار شوى كه نه، ښاغلى انجينر يونسي داسې وايي:
((د هلمند د خانشين په ولسوالۍ كې د يورانيومو زېرمې شته دي. نوموړي يوارنيوم ۳۵ كاله پخوا چې د ظاهر شاه واكمني وه په داسې وخت كې مطالعه شوي دي چې په هغه وخت كې ښه وسايل هم نه و، چې د استخراج په وخت كې يې د يورانيومو د شعاع له امله ډېر كاركوونكي له منځه تللي دي. يورانيوم ډېر مهم فلز دى، چې نړيوال شهرت لري او داسې څه نه دى چې پټ پاتې شي. په پخوا وختو كې چې مطالعه شوي و، هغه وخت هم افغان دولت نړيوالې ټولنې ته وړاندې كړي و، د هغوى په اجازه يې د يورانيومو د مطالعې بهير پيل كړى و.))
دې پوښتنې ته په ځواب سره چې په اوس وخت كې له يورانيومو څخه ګټه اخيستل كېږي كه نه، او د استخراج په برخه كې يې تر اوسه پورې څومره كار شوى دى؟ محمدعمر يونسي څرګندوي:
((په اوس وخت كې هېڅ استفاده نه شو ورڅخه كولاى. يورانيوم داسې يو فلز دى چې په ډېره قانوني توګه له يوه ځاى څخه بل ځاى ته لېږدول كېږي. ځكه چې له دې څخه په اتومي انرژي كې كار اخلي.او د استخراج په برخه كې يې هم تر اوسه په رسمي ډول هېڅ كار نه دى شوى. داسې ګونګوسې شته دي چې په پخوا وختو كې د طالبانو په وخت كې وړل كېدل خو زه په دې باور نه لرم. ځكه چې دا يو عادي شى نه دى چې په عادي ډول يوړل شي. د دې استخراج او وړل ډېرو عصري وسايلو ته اړتيا لري.
دې پوښتنې ته په ځواب سره چې پرته د عينكو له مسو څخه نور كوم ډول فلزات خصوصي سكتور ته د داوطلبۍ لپاره وړاندې شوي دي؟ ښاغلى يونسي يې راته وايي:
((له مسو څخه پرته په بدخشان كې يو د طلا كان هم خصوصي كمپنۍ ته وركړل شوى. يو بل د طلا معدن هم په بغلان كى دى چې په نژدې كې به كومې كمپنۍ ته وركړل شي.))
دوه نور د طلا كانونه هم خصوصي كمپنيو ته وركړل شوي خو دا چې كومو كمپنيو ته په كومو شرايطو سره وركړل شوي، ښاغلى يونسي په دې اړه كوم مشخص ځواب نه لري. د طلا د كانونو په اړه انجينر يونسي زياتوي:
((په بدخشان كې د سرو زرو، ذخيرې شته چې زموږ تر مطالعې لاندې دي. تر اوسه پورې پوره ټول نه دي تثبيت شوي ډېر لږ يې تثبيت شوي دي.))
په هېواد كې د وروستيو جګړو، ناامنيو، ګډوډيو له امله ډېر كانونه خلكو په خپل سر كيندلي چې په اوس وخت كې هم د نورستان په ولايت كې د قيمتي ډبرو په خپل سر كيندنې روانې دي. د په خپل سر كيندنو په اړه ښاغلى محمد عمر يونسي داسې وايي:
((هلته چې دولت كنټرول نه لري، په خپل سر كيندنې روانې دي. چې يوه بېلګه يې نورستان دى.))
دا چې څوك دي چې په نورستان كې په خپل سر كيندنې كوي، يونسي زياتوي:
((دا يوه سرحدي سيمه ده، له مركز څخه ډېر واټن لري، هلته هم سيمه ايز خلك په دې كار بوخت دي او هم ځينې نورې كړۍ په دې ډول ناقانونه كړنو كې لاس لري.))
دې پوښتنې ته په ځواب سره چې آيا دولت په دې اړه اطلاع لري چې دوى په خپل سر كيندنې كوي، ښاغلى يونسي وايي:
((د معدن وزارت نه شي كولاى چې په معدنونو باندې د كيندنو،وړلو او چور له پلوه كنټرول ولري. د معدن وزارت د معدنونو لپاره يوازې پاليسي جوړوي. د ساتنې په برخه كې بايد ټول دولتي پرسونل پوليس او بله هره ډله دې برخې ته پام وكړي. هغه وخت چې امنيت نه وي نو د دې كار مخه نيول ناشوني دي. خداى دې په هېواد كې امنيت راولي چې نه يوازې د په خپل سر كيندنو مخه ونيسو بلكې ويې باسو او د هېواد په ګټه يې ولګوو.))
ځينې كسان بيا وايي چې بهرنيان په خپل سر كيندنې كوي، چې په بدخشان كې او همدارنګه تېر كال په وردګو كې يو كان كشف شوى و، چې په هغې اړه هم خلكو ويل چې بهرنيان نور څوك نه ورپرېږدي او په خپله يې وباسي او وړي يې. انجينر يونسي په دې اړه وايي:
((دا په دې پورې اړه لري چې دا معدن څه شى دى. كه د وړلو وړ نه وي نو وړل يې ناشوني دي او كه كومه قيمتي ډبره وي بيا يې وړل امكان لري. اما مس، اوسپنه، كرومايت، يورانيوم او نور نه وړل كېداى شي او نه يې هم د وړلو امكان شته.))
د كابل ولايت د ماهيپر په لاره د شامقصود په نامه ډبرې دي چې تېر كال په خلكو كې داسې ګونګوسې وي چې ګواكي بهرنيان يې وړي او ټول سرك يې د وړلو لپاره بند كړى دي. د خلكو د ګونګوسو په اړه ښاغلى محمد عمر يونسي داسې وايي:
((د ماهيپر په سيمه كې دا كان شته دى چې پخوا يې هم يو ځل قرارداد شوى و، زه فكر نه كوم چې بهرنيان دې داسې كار وكړاى شي ځكه چې هغه د ټولو خلكو عمومي لاره ده، بهرنيان هېڅ كله هم نه شي كولاى چې نوموړې ډبرې يوسي.))
څه كولاى شو چې د كانونه د ايستلو لپاره يوه لاره پيداكړو څو د په خپل سركيندنو مخه هم نيول شوې وي او هم يې د هېواد د بيارغونې لپاره وكاروو، يونسي وايي:
((د معادن وزارت داسې يوه تګلاره لري، په كوم ځاى كې چې معدن كشف شي د دې لپاره چې د وړيا وړلو مخه يې نيول شوې وي او دولت يو څه عايد ته لاسته راوړي نو دوى هڅه كوي چې يو چا ته يې په قرارداد وركړي كه هغه ارزانه هم وي.))