په تېرو څو ورځو کي، د افغانستان، امريکا، او بين المللي ټولني په اړه دوې مسلې ډېري روښاني سوې. لمړۍ موضوع دا چي په افغانستان کي ورځ په ورځ او په زياتېدونکې توگه جنگ امريکايي رنگ او شکل اخلي. مانا داچي د افغانستان جنگ هو به هو امريکايي سو. بل دا چي اکثره سياسي مبصرين د ناټو برخليک همدا اوس لا د هندوکش په غرونو کي ليکلى گڼي. په بل عبارت، افغانستان د ناټو اتحاد د شتون لپاره يو گران او حياتي ازمويښت بولي.
لمړى، په افغانستان کي د جنگ د امريکايي کېدو په برخه بايد ووايم چي پدې کال کي څه د پاسه ٣٠٠٠٠ امريکايي عسکر افغانستان ته روان دي. پدې ترتيب به د امريکايي عسکرو شمېر څه نا څه ٧٠٠٠٠ ته ورسېږي. په افغانستان کي د خارجي قواوو له دريو برخو څخه دوې امريکايان دي. د نورو بهرنيو عسکرو په پرتله، امريکايي عسکر تر بل هر چا په درونو او عصري وسلو مسلح دي. استخبارات او هوايي قوه کاملا امريکايي ده. دکابل حکومت او اکثره محلي او قومي مشران د متحده ايالاتو په زور او پيسو چلېږي. او دمگړى افغانستان د ښاغلى اوباما د خارجي پاليسۍ محوري ټکى دى.
بايد زياته کړم چي دجنگ او سياست تمرکز ښه او گټور دى. مطلب مي دا دى په يو وخت کي د يوې خارجي قوې سره معامله کول ډېره اسانه او ښه ده نسبت دېته چي څلوېښت بهرني لالاگان کتار او په نوبت ولاړ وي. په افغانستان کي هيڅ ملي حکومت نه سي کولاى چي هم څلوېښت بهرني ياران خوشحاله وساتي، او هم په عين زمان کي د خپل ولس غوښتنو ته مثبت جواب ووايي. دا نا ممکن کار دى. د ښاغلي سپنتا، دوستم، او نورو کيسې يې ښې بېلگې دي. يو جرمن، ترک، او يا يې بل بهرنى شاته درېږي او په نتيجه کي يې د کابل حکومت خوار، سنف، نا مشروع کېږي. په هېواد کي، د بين المللي ټولني په نظامي او سياسي چارو کي تمرکز به د اکثرو بهرنيو ملکونو د مداخلو چانس ډېر راکم کړي. ښه دا ده چي اروپايي ملکونه يوازي او يا تر ډېره حده ملکي، علمي، تخنيکي، او بشري مرستي وکړي. معلمين، مامورين، او په مختلفو څانگو کي دي افغاني ماهران ورزي. د افغانانو سره دي په تعليم او تريبې کي انساني او مادي کومک وکي. د افغاني محصلينو لپاره دي پخپلو پوهنتونو کي د عالي تحصيلاتو فرصتونه برابر کړي. اروپايان تل د اضافي عسکرو د لېږلو سره جنجال او مخالفت کوي. اروپايان په عمومي توگه له جنگه ځآن باسي. نو بنا،بهتره ده چي جنگ يوازي افغانانو او امريکايانو ته پرېښودل سي.
دوهم، شپېته کاله پخوا، ناټو اتحاد د شرقي بلاک او کمونزم د مخنيوى په غرض جوړ سو، خو نن سبا يې پاېښت او برخليک په افغانستان کي د القاعدې او افراطي مذهبي ډلو سره په مقابلې کي تړلى بولي. حتى روسيه نن ورځ د خپل پخواني رقيب سره په افغانستان کي مرسته کوي. يقينا، دا يوه حيرانونکې پېښه ده. هله هيچا دا اټکل نه کاوه چي د ناټو برخليک به يوه ورځ د افغانستان او مذهبي افراطيت سره اړه ولري. خو بين المللي شرايط او حالات تل بدلېږي، او نوي ايتلافونه، بلاکونه، او اهداف ټاکل کېږي. دمگړى، افغانستان د يويشمتي پېړۍ د هغو جنگونو او چلنچلونو ژوندۍ بېلگه ده چي امريکا، ناټو، او نړيواله ټولنه به دلته او هلته په تېره بيا په دريمه نړۍ کي ورسره کله نا کله مخامخېږي.
د يويشتمي پېړۍ په بهير کي به ځيني ټولني د سياسي ثبات او نسبي سولي د ټينگولو لپاره د نړيوالي ټولني مرستي او مداخلې ته اړتيا ولري. له بده مرغه، افغانستان نن ورځ په همدې کتار کى دى. دا ټولني عموما جنگونو ځپلي وي. اقتصاد يې خراب وي، او اوږدو انارشيو او پر له پسې دتکتاتوريو يې دولت او مدني ټولنه دونه ور کمزورې کړې وي چي پرته له نړيوالي کومک څخه پرخپلو پښو د درېدو توان او طاقت نلري. همدې ملکونو ته نن سبا ناکام دولتونه وايي.
که څه هم اروپا ته د ښاغلي اوباما لمړنى سفر تر ډېره حده بريالى او موفق ښکاري، خو اروپايانو افغانستان ته په هغه اندازه د عسکرو استولو سره موافقه و نه کړه چي اوباما يې تمه لرله. اروپايانو فقط د ٥٠٠٠ نويو عسکرو د استولو ژمنه وکړه. درې زره به موقتي وي، او د انتخاباتو په ترڅ کي به امنيت ساتي. اروپايان د افغانستان جنگ تر ډېره حده د متحده ايالاتو جگړه بولي. مگر اروپا غواړي چي په افغانستان کي د امريکا سره مرسته وکى، ځکه اروپا خپله هم د القاعدې د راغونډېدو او ټېک څخه ډارېږي. بل پلو، اروپا دننه د مسلمانو او نورو مهاجرو ټولنو سره اساسي ستونزي لري. په اروپا کي د يوه مهاجر د ادغام او پرمختگ لپاره زمينه ډېره کمه ده. مهاجر ځوانان قهرجن، بېکاره، او د اروپايي جوامعو له تبعيضي سلوک څخه ستړى او بېزاره دي. هغوى د القاعدې د تبليغاتو لپاره مساعد ذهنونه لري. اکثرو اروپايانو د افغانستان او پاکستان په وړاندي د ښاغلي اوباما ستراتيژي تاييدکړه. حتى هالنډ ستراتيژي مني، خو بيا هم غواړي چي بل کال خپل عسکر له افغانستان څخه راوباسي. فرانسه او برتانيه هم د نورو اضافه محاربوي عسکرو استولو ته زړه نه ښه کوي.
په اروپا کي، د ښاغلي اوباما د سفر په ترڅ کي يو ځل بيا افغانستان د بين المللي ټولني د مسايلو او پرابلومونو په سر کي راغلى. د هېگ کانفرانس، د جي شل غونډه، او اروپا ته د ښاغلي اوباما د سفر په ټول بهير کي د افغانستان موضوع گرمه وه. فقط څو ورځي پخوا، ښاغلي اوباما د افغانستان او پاکستان په اړه خپله ستراتيژي بيان کړه. داسي ښکاري چي امريکايانو له خپلو پخوانيو اشتباهاتو څخه څه زده کړي دي. اوس، امريکايان زياتره د دپلوماسۍ، بياودانولو، د محلي خلکو سره د ښو او نږديو اړيکو د ټينگولو، او حتى د اعتدالي طالبانو سره د خبرو او روغي جوړي خبري کوي. دا لمړي ښه او مناسب گامونه دي. والسلام.