کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

د ویسا خپلواکې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د سیمې او نړۍ په پیښو کې د پاکستاني طالبانو رول او د هغوې په وړاندې نړیوال غبرګونونو ته په اشارې دا پوښتنه کړې چې ولې پاکستاني طالبانو ته برائت ورکولې کیږي.

ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې د اوباما د سیاستونو په اړه په یو مطلب کې د ځینو امریکايي خبري سرچینو په حواله لیکلي دي چې اوباما په افغانستان او پاکستان کې جنګ پراخوي.

ورځپاڼې د افغانستان لپاره  د امریکا د نوې ستراتیژۍ په اړه د برطانیې د بهرنیو چارو د وزیر په حواله لیکلي دي چې په افغانستان کې د امنیتي وضعې ښه والې او د ثبات ټینګښت تر ډیره د افغانانو په هڅو پورې تړلې دي.


د هیواد دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د کابینې تیرې ورځې غونډې ته په وینا کې د ولس مشر کرزي په حواله  لیکلي دي چې د دولتي ادارو او په تیره بیا د ملي اردو پولیسو او ملي امنیت کار کوونکي دې د کاندیدانو د پروګرام په بهیر کې خپله بې طرفي وساتي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې بیا هم د امریکا په نوې  ستراتیژۍ تبصره کړې او لیکلي دي چې هره ستراتیژي هغه مهال ارزښت لري چې په عمل کې پلې شي.

ورځپاڼې په کویټه کې د افغانانو مړینې ته په اشارې په یو څیړنیز مطلب کې لیکلي دي چې د لوږې او بیکارۍ مخنیوې د افغانانو ستره غوښتنه  ده ځکه د ورځپاڼې په وینا د کویټې د بیښې اساسي علت همدا وو.


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا  د شیعه ګانو د شخصیه قانون په اړه نړیوال غبرګونونه راغستې او د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرې به حواله يې لیکلي دي چې دا قانون په ښځو او ماشومانو سخت بندیزونه لږوي.

ورځپاڼې د خپل دوهم مخ په یو څیړنیز مطلب کې په افغانستان کې د ایساف او د ناټو د ځواکونو فعالیتونو ته په اشارې دا پوښتنه کړې چې دوې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره دي او که د حکومت او نظام دښمنان دي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې پدې ټینګار کړې دې چې د عمل خپلواکي او بیګانه ستیزي د افغانستان د سیاسي مدیرت اړتیا ده.


د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې وروستي پرمختګونه څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.

انیس پخپله سرمقاله کې د افغانستان په روانو پیښو کې د ملګرو ملتونو رول ته په اشارې لیکلي دي چې افغانستان ددغه سازمان بشپړې همکارۍ ته اړتیا لري.

خو اصلاح بیا پخپله سرمقاله کې په هغو لارو چارو غور کړې چې وکولې شي د کویټې د  هزار ګنجي سیمې په څیر د ورته ناورینونو مخه ونیسي.


د افغانستان ټایمز انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې په یو تفصیلي مطلب کې په ایران او پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو حالت څیړلې او پوښتنه يې کړې چې ددوې ستونزې څوک هواروي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د پسرلي په پیل سره د نیالګیو د کینولو کمپاینونو ته په اشارې لیکلي دي چې ددغو نیالګیو د  ژوندي ساتلو لپاره هم باید هڅې وشي ځکه د ورځپاڼې په وینا نیالګي خو کینول کیږي خو ډیر کم هغوې ته اوبه ورکولې کیږي.


د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې بیا پخپل لومړي مخ کې ملت ته د حکومت د حساب ورکولو په بهیر انتقاد کړې او لیکلي دي چې حساب ورکول همداسي وي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې بیا د دولت تیر اووه کلن فعالیتونه څیړلي او هغهخ يې ناکامه ښودلي دي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د خصوصي امنیتي کمپنیو فعالیتونو په اړه د لنډ مهالي قانون معرفي ته په اشارې لیکلي دي چې ددوې فعالیتونه قانوني بڼه غوره کوي.