د افغان كركيټ ملي لوبډلي تكړه لوبغاړى كريم صادق د كركيټ د نړيوالي شورا له خوا د يوې لوبي څخه بې برخي سو.
د كركيټ نړيواله شورا وايي ښاغلي صادق پرون له هالنډ سره د لوبي پر وخت د هغوى د يوه لوبغاړي د منډي جوړلو مخنيوى كړى وو، خو كريم صادق وايي دا كار يې په قصدي توګه نه دئ كړئ.
ښاغلى صادق وايي ده د بال په نيولو پسي ځان غوځار كړ، نه د هالنډي لوبغاړي د منډي د مخنيوي په خاطر.
افغانستان د ۲۰۱۱ كال د كركيټ نړيوالو سياليو د لار موندني په وروستيو سياليو كي ګډون كړئ، چي د مارچ له لومړۍ نېټې څخه د جنوبي افريقا په پلازمېنه جوهانزبرګ كي ترسره كېږي.
افغانستان څلور لوبي كړي، چي دوې يې ګټلي او دوې يې بايللي دي، او د لومړي پړاو وروستۍ لوبه يې سبا د متحده اماراتو له لوبډلي سره ده.
كه افغانستان د سبا لوبه وګټي، د ټورنمنټ دوهم پړاو يا (كوراټر فاينل) ته يې وتل حتمي كېږي، خو كه يې وبايلي د خپل ګروپ په نورو سياليو پوري به يې سرنوشت وتړل سي.