کور / تازه خبرونه / اېټاليا: زلزلې ۱۵۰ كسه مړه او ۱۵۰۰ زخميان كړل

اېټاليا: زلزلې ۱۵۰ كسه مړه او ۱۵۰۰ زخميان كړل

د اټياليا د لااقوالا په ښار كي د پرون ورځي زلزلې پراخه مرګ ژوبله اړولې ده.
دغه زلزله چي پرون سهار د روم په ۳۵ كيلومترۍ كي د لااقوالا په ښار كي رامنځته سوه، د چارواكو په وينا تر اوسه ۱۵۰ مړي او ۱۵۰۰ زخميان ورسره ثبت سوي دي.
په سيمه كي د حكومت او نړيوالو خيريه موسساتو د ژغورني كار پرون ورځ او تېره شپه هم روان وو، چي وايي د دې ښار زړو او نوو ودانيو ته يې سخت زيانونه اړولي دي.
د روان كال په جنوري مياشت كي هم دلته يوه وړوكې زلزله سوې وه، چي د مځك پوهانو له خوا د يوې ستري زلزلې اټكل هم سوى وو.
راپورونه وايي سره له دې چي چارواكو ځيني ضروري امادګۍ نيولي وې، خو د ځپل سوي سيمي اوسېدونكي يې كومي خواته نه وو لېږدولي.
د پرون سهار زلزله د ريختر په حساب شپږ اعشاريه درې درجې ثبت سوې، چي په تېرو دېرشو كلونو كي يې په اېټاليا كي د شدت سارى نه وو ليدل سوى.