په ميدان وردګ ولايت كې د نيالګيود كينولوكمپاين دنيالګى په كينولوپيل شوو
د ميدان وردګ مطبوعاتي دفتر وايي چي دميدانښارپه واټونو ،ددې ولايت دلوې لارې اوداړونده رياستونو په مخكې دشپاړس زره(۱۶۰۰۰) نيالګيو دكينولو كمپاين پيل شوو.
دميدان وردګو ولايت وياند سيرت وايي د نياګيو د كينولوپه مراسمو كې دميدان وردګ ولايت والي،دتركيې ولايتي بيارغاونې ټيم مشرجنيديوزجان،د ميشتو ايساف ځواكونو استازو،دولايتي شورا غړو،ددولتي او نادولتي ادارو كاركوونكو،قومي مشرانو اوبڼوالوبرخه واخيسته،لومړى دميدان وردګ ولايت والي په خپلو لاسونو ديونيالګي په كينولوسره دكمپاين لړۍ پيل كړه،او دټولو ميشتوقومونو،ولسونواوپه ځانكړې ډول د دولتي ادارو دكار كوونكو څخه يې په كلكه غوښتنه وكړه چې دولايت په كچه دنيالګيوپه كينولواود خپلې سيمې په سمسورولوكې برخه واخلي ترڅو د يو سالم چاپيريال خاوندان شوو،
ديادونې وړ ده چې په دغو نيالګيوكې دسمسوربڼ (اروښادعبدلوكيل خان كورنۍ)لخوا دشپږو(۶۰۰۰) زرو نيالګيومرسته شوې وو اونور نيالګي د ولايت دمامورينواوميشتوايساف ځواكونولخوابرابرشوې وو،همدارنګه دتركيې ولايتي بيارغانې ټيم لخوادانګورو څلور ډولونه دشپاړسوو(۱۶۰۰) څخه زيات تاكونه دسولې پارك كې كينولي دي چې هريويي دميدانښار له خاوري سره ښه پايلې لري
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه