په كوټه كي افغان جنرال كونسل محمدداود محسني وايي د هغو افغانانو د مړو انتقال يې كابل ته پيل كړ، چي د شنبې په ورځ د بلوچستان په ايالت كي له يوه كانټينر څخه ونيول سول.
ټاكل سوې وه چي دغه مړي د هوا د لاري د يوې ځانګړي الوتكي په وسيله له كوټي څخه كابل ته انتقال سي، خو د افغان كونسل په وينا د هوا د خرابوالي له امله پاته سو.
دغه مړي د دوشنبې په ورځ د سپين بولدك له لاري اول كندهار ته او بيا به كابل ته ولېږدول سي.
د شنبې په ورځ د بلوچستان پوليسو يو داسي كانټينر ونيوئ، چي نيژدې ۱۵۰ افغانان د قاچاقبرو له خوا اېران ته د تګ په خاطر پكښي اچول سوي وو، چي ۵۲ كسان يې د هوا د نستوالي له كبله مړه سوي وو.
د بلوچستان پوليس وايي د موټر چلوونكى تښتېدلى دئ، خو د نيولو هڅي يې رواني دي.
دغي فاجعې افغانانو ته د كورنيو جنګو پر مهال په كانټينرونو كي د هغو طالب بنديانو وژني ور په ياد كړې، چي د شمالي ټلوالي د قومندانانو له خوا به په ډله ايز ډول وژل كېدل، خو د څېړونكو په وينا د هغو او دغو ډله ايزو وژنو ترمنځ فرق دا دئ، چي هغوى د قدرت د ترلاسه كولو په موخه قصداً او دا د پيسو د ترلاسه كولو په خاطر سهواً وژل سوي دي.