کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

.
.
نیټه: د ۲۰۰۹ میلادي کال د اپریل د میاشتې ۶ نیټه.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې په یو مطلب کې د کابو پنځوسو تنو هغو افغانانو مړینې ته په اشارې چې غوښتل يې د پاکستان له لارې ایران ته د کار لپاره ولاړ شي لیکلي دي چې دا پیښه د افغان حکومت لخوا جدي تحقیقاتو ته اړتیا لري.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغان چارواکو دا انتقاد کړې دې چې ندي توانیدلي له نړیوالو مرستو نه په سمه توګه ګټه پورته کړي او دغه مسله د میلیارډونو ډالرو د حیف او میل سبب شوې.
ورځپاڼې په هالنډ کې د افغانستان په اړه د جوړې شوې غونډې او د افغانستان د راتلونکې په اړه هم یو څیړنیز مطلب خبور کړې دې.
د انیس دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د ځواکونو د زیاتولو لپاره د ناټو د وروستۍ سرمشریزې پریکړې ته په اشارې لیکلي دي چې د ترورستانو د ملاتړ مرکزونه باید په جدي توګه وګواښولې شي.
دې ورخپاڼې هم په کویټه کې د لسګونو افغانانو د مړینې په اړه یو مطلب خپور کړې او افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت په حواله لیکلي دي چې یو جګ پوړې پلاوې د مړو د انتقال لپاره پاکستان ته سفر کوي.
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د پاکستان په کویټه ښار کې په یو کانټینر کې د لسګونو افغانانو مړینې ته په اشارې لیکلي دي چې دا کسان د اقتصادي ستونزو له امله ایران ته د کار لپاره روان وو.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې روانې پیښې څیړلي او پدې ترڅ کې په لویدیځو رسنیو دا انتقاد کړې چې د افغانستان پیښو ته د پاکستان له نظره ګوري او تل واقعتونه ناسم انځوروي.
ورځپاڼې له هالبروګ سره په لیدنه کې د ولس مشر کرزي د څرګندونو ځینې برخې هم خپرې کړي او لیکلي دي چې امریکا دې د افغان ځواکونو بیاوړې کولو او سمبالولو ته پام وکړي.
د افغانستان ټامیز انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله کې په کویټه کې د افغانانو مړینې ته په اشارې ددې پیښې اصلي سبب غیر قانوني مهاجرتونه ښودلي دي.
ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام لیکلي دي چې د انساني قاچاق د مخنیوي لپاره پکار ده چې لومړې باید د هغې لاملونه او د حل لارې وڅیړلې شي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې له ولس مشر کرزي سره په لیدنه کې د امریکا د ځانګړي استازي هالبروک په حواله لیکلي دي چې امریکا د ولس مشر کرزي په اړه د افغانستان د سترې محکمې د وروستۍ پریکړې ملاتړ کوي.
د اصلاح او هیواد دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې وروستي پرمختګونه څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.
هیواد پخپله سرمقاله کې دا غوښتنه کړې چې ایران ته د کار په هدف د تلونکو افغانانو د مړینې عاملین باید ونیولې شي.
خو اصلاح بیا هم د ناټو په وروستۍ سرمشریزې بحث کړې او لیکلي دي چې دغه سارمان په افغانستان کې د دیموکراسۍ له روان بهیر نه ملاتړ کوي.
د ارادې خپلواکې ورځپاڼې ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې لیکلي دي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پیاوړې کول یوازې ستونزې زیاتوي.
ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې د اوباما نوې ستراتیژۍ د جنګ ستراتیژۍ ده او د سعودي عربستان د خبرو بهیر له ګواښ سره مخ کوي.
ورځپاڼې په یو بل مطلب کې دا بامیانو د خلکو دا غوښتنه راغستې چې زلمې خلیلزاد دې د راتلونکو انتخاباتو لپاره ځان کاندید کړي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې لیکلي دي چې د افغانستان په اړه د امریکا د نوې ستراتیژۍ له اعلانیدو وروسته د نړۍ پام یو ځلې بیا افغانستان ته اوښتې دې.