کور / هراړخیز / ايا يوازې ځمکه د ژونديو موجوداتو د اوسېدو وړ ده؟

ايا يوازې ځمکه د ژونديو موجوداتو د اوسېدو وړ ده؟


نوې څېړنې ښيي چې د لمريز نظام اړوند سيارو کې يوازې ځمکه د اوسېدنې وړ ده،ځمکه داسې څانگړنې لري چې له نورو سيارو څخه يې په توپير کې اچولې ده،دبېلګې په ډول:


١: ځمکه د ډېرې دقيقې کتلې درلودونکې ده ،که چېرې د ځمکې کتله يوه سلنه هم کمه يا ډېره وا‌ى ، دژوند کولو لپاره به وړ نه وه.


٢:د ځمکې کشش يا جاذبه چې د ځمکې په کتلې پورې اړوندېږي ،که چېرې يوه سلنه هم د ځمکې کشش ډېر واى د اوبو بړاسونه به هوا ته نه پورته کېدۀ، او د وريځې ، باران او واورې د جوړېدا سبب به نه کېدل ، که چېرې يوه سلنه هم د ځمکې کشش کم واى د اوبو بړاسونو د ځمکې له  اتوموسفير څخه فرار کاوه چې په دواړو صورتونوکې  دځمکې پر مخ ژوند ناشونى و.


٣: له لمرڅخه د ځمکې واټن ډېر دقيق دى که چېرې يو فيصد هم ځمکه له دې څخه لمر ته نږدې واى ډېره به ګرمه، اوکه چېرې يوه سلنه هم لرې واى دومره ډېره به سړه وه چې په دواړو حالتونو کې به ژوند ناشونى و.


٤:ځمکې ته د اوبو راښکته کېدل: که چېرې د ځمکې د خلقت په وخت کې له ځمکې ها خوا څخه ځمکې ته اوبه نه واى راغلې بيا هم پرته له اوبو ژوند نا ممکن و.


٥: د ځمکې له خلقت وروسته د سپوږمۍ جوړېدنه:  په دومره دقت د الله (ج) دمنظم خلقت نـښې دي ،که چېرې ځمکه لږ هم سپوږمۍ ته نږدې واى ، په سمندرونو کې به خورا سخت مد وجذر واقع شوى و او که لږ څه هم لرې واى نو په سمندرونو کې به مد وجذر نه واقع کېده چې بيا هم په دواړو حالاتو کې د ژوند کولو شونتيا نه وه. لکه څنګه چې د ژوندي ساريو خلقت د سمندر له څنګ څخه پيل شوى او بيا يې وچې ته سرايت کړى نو لهذا اوس به نه په وچه او نه سمندر کې ژوندي موجودات و.


وجعلنامن الما کل شىءٍ حى


 


٦: ځمکې ته له بل لوري د اوسپنې رالېږدېدنه: که چېرې ځمکې ته دا اوسپنه چې موږ يې کاروو، له ځمکې  له ها خوا څخه نه  واى راغلې ، نو په ځمکې کې به ژوند او پرمختګ ناشونى و.چې دقرانکريم په رڼا کې به په راتلونکې  مقاله کې وڅېړل شي.


٧: د ځمکې د چورلېزي سرعت دقيقه چټکتيا.


٨: د ځمکې د انتقالي حرکت دقيق حرکت


٩: دځمکې چورلېز(محور) چې ځمکه يې په شاوخوا څرخي د ٢٣،٥ درجو په اندازه ميلان لري ،چې په ځمکه کې د بېلابېلو ټاپو (موسمونو) د منځ ته راتلو سبب کېږي.


که چېرې دا ميلان نه واى نو د ځمکې د مرکزي (استواکرښې) د شاوخوا د تودوخي درجه به دومره لوړه وه چې له سلهاوو درجو څخه به لوړېده،او د ځمکې نورې برخې به له  سړو څخه بېخي کرل( خورا يخې)  شوې وې.


١٠: د غرونو رامنځ ته کېدنه په ځانگړي ډول په سړو سيمو کې ،چې د واورو د ذخيره کېدو لامل دي ، د ټولو سيندونو سرچينه ده.


١١:د ځمکې په اتوموسفير کې د عناصرو په ځانگړي ډول د اکسيجن دقيقه فيصدي : که چېرې يو فيصد هم اکسيجن د ځمکې په اتوموسفير کې ډېر يا کم واى ،په ځمکه کې به ژوند بيا هم ناشونى او ناممکن و.


١٢:د ځمکې په شاوخواکې د اوسپنکـښي (مقناطيسي) ساحې موجوديت چې تر ډېره حده د اسماني ډبرو د داخلېدو مانع شوې ده.


١٣:د ځمکې د شاوخوا په ٥٠ کيلو مترۍ کې د اوزون (O3) د طبقې شتون چې د لمر  خطرناکې وړانګې دفع کوي.


١٤:لکه څنگه چې په حيواناتو کې مذکر او مونث جنس موجود دى په نباتاتو کې هم دا حقيقت موجود دى ،چې له توالد او تناسل څخه منځ ته راځي مذکر جنس ژېړ رنگه ماده چې د ګل ګرده ورته وايي توليدوي ،بيا د بادونو په وسيله مونث جنس ته انتقال کېږي او القاح صورت نيسي ، د نباتاتو د توالد او تناسل څرانگوالى زموږ د بحث موضوع نه ده ،خو دبادونو او توپانونو لګېدل دومره اهميت لري چې که چېرې بادونه نه واى نباتاتو به تکامل نه شو کولاى ،لکه څنگه چې حيوانات هم د نباتاتو منشا ده نو لهذا هېڅ ژوندى سارى به د ځمکې په مخ موجود نه و.


وارسلنا الرياح لواقح


١٥:د ځمکې د اتوموسفير ډېر دقيق فشار ،چې د اتوموسفير لاندنۍ برخه غليظه هغه هم په يوه ټاکلي غلظت ،که چېرې يې غلظت نامتناسب (کم يا ډېر) واى انسانان اوټولو شيان به په هواکې نامنظم الوتل.


او په سلهاوو نور دليلونه دي  چې الله (ج) ځمکې ته داسې ځانگړنې ورکړې ،چې تر يو څه وخته پورې به د ژوندي ساريو د اوسېدو وړ وي. د ځمکې په شان ځانگړنې د لمريز نظام هيڅ يوه سياره هم نه لري ، خو زموږ کهکشان ( دشيدو لار) او نورهغه  شاوخوا ٢٥ ميليارده کهکشانونه چې په تشيال کې موجود دي او په سلهاوو ميليارده سيارې لري له شک پرته داسې سيارې خورا ډېرې لري ، چې ژوندي موجودات پکې  اوسي ،په هرکهکشان کې ډېر شمېر سيارې د ژونديو موجوداتو د اوسېدنې دي ،خو متاسفانه چې بشر به هېڅ وخت هم دې سيارو ته لار پيدا نه کړي ، او نه به دې سيارو ته ورسېږي،ځکه د لمريز نظام له سيارو وروسته تر ټولو نږدې سياره له ځمکې څخه په لکونو کاله واټن لري چې هغې ته ورسېږو ، دا چې انسان څومره عمر لري؟ او يوه هوايي بېړۍ د تګ څومره انرژي ذخيره کولاى شي؟ خپله پوهېږئ!!! ،له لمريز نظام ها خوا تر ټولو نږدې سياره چې ځمکې ته تر نورو هغو نږدې ده د ژونديو موجوداتو د اوسېدنې وړ ده؟ بله موضوع ده ، چې دا به هم په راتلونکو ليکنو کې ولولو.


په دې بايد پوه شو چې ځينې لوېديځ هنري فلمونه چې د بشر د پرمختګ راتلونکې  پکې انځورېږي (Science fiction film) زياتره له مبالغو ډک دي، ځينې د افلمونه ښيي چې بشر د نورو سيارو له ژوندي ساريو سره د جګړې او يا اړيکې په حال کې دي ،دا خبره  ګرد سره ناسمه ده ،خو دا سمه ده چې په نورو سيارو کې ژوندي موجودات شته .اصلي خبره داده چې بشر نشي کولاى هغه سيارو ته هېڅ وخت هم ورسېږي ځکه له موږ څخه  په ميليونونو نوري کالونه لرې دي،دا چې په دې سيارو کې ژوندي ساري شته د ثبوت لپاره يې د قرانکريم مبارک ايتونه راوړو.


ولله يسجد مافي السماوات ومافي الارض من دابةٍ والملائکة وهم لايستکبرون                                                            د النحل سورت ٤٩ م ايت


ژباړه:په ځمکه او اسمانونو کې چې هر څومره خوځنده مخلوقات دي او هرڅومره پرښتې دي  ټول د الله په وړاندې سر په سجده دي هغوى هيڅکله سر نه غړوي.


قال ربي يعلم القول في السماء واﻻرض وهو السميع العليم.


ژباړه:پيغمبر وويل زما رب په هرې هغې خبرې باندې پوهېږي چې په اسمان او ځمکه کې وشي هغه اورېدونکى او پوه دى.


                                                                     د انبيا سورت ٤م ايت


ومن اياته خلق السماوات والارض وما بث فيهما من دابة وهو على جمعهم اذا يشاء قدير.
                                                                  د الشعرا سورت ٢٩م ايت


ژباړه:دهغه له نښانو څخه دى ددغې ځمکې او اسمانونو پيدايښت او دغه ساکښ مخلوقات ،چې هغه په دواړو ځايونو کې خواره کړي دي هغه، چې کله وغواړي دوى راغونډولى شي.


پورتني ټول اياتونه په ډېره ښه توګه په نورو سيارو کې د ژوندي موجوداتو د اوسېدنې بيانونکي دي.


اما دا چې په نورو سيارو کې ژوندي ساري څه شکل لري؟،څه شرايط لري؟ ايا اکسيجن ،هيليوم او که نورغازات تنفس کوي؟ هېڅ معلومات نشته ، ځکه له هغو موجوداتو سره د انسان اړيکه نشته او تر څو چې نړۍ وي هېڅ وخت به دا اړيکه ټينگه نه شي ،لامل يې دادى چې له دوى سره زموږ واټن په نوري کلونو اندازه کېږي  ( يو نوري کال  نږدې ٩،٥ترليون کيلومتره دى)  چې خورا ډېر عمر دى.


نوربيا…